امريکا له طالبانو غوښتي چې جګړه بنده او سوله وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۲)

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له طالبانو غوښتي چې جګړه بنده او د سولې خبرو ته حاضر شي.

د امریکا د بهرنيو د وزارت وياندې هدر ناوئرت ويلي، مایک پمپيو په دې باور چې د افغان سولې په اړه هڅې پيل شوي او پر افغان طالبانو يې غږ کړی چې له دې فرصته استفاده وکړي او د سولې خبرو ته کيني.

نوموړي دغه څرګندونې تيره ورځ په واشنګټن کې له پاکستاني چارواکو سره د ليدنې پر مهال کړي او د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي څخه يې هم غوښتي چې د افغان سولې له پروسې سره مرسته وکړي او طالبان خبرو ته وهڅوي.

قريشي ويلي، چې پاکستان به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي څو طالبان د سولې خبرو ته راولي خو زياتوي “دا غیر عادلانه ده چې د افغانستان د کمزوري حکومت، فساد او په حکومت کې دننه په اختلافاتو باندې پاکستان ګرم بلل کیږي چي دا کار مناسب نه دی”.

په عين حال کې خبريال او څېړونکی رحيم الله يوسفزی وايي، اسلام اباد نه شي کولی چې طالبان د سولې ميز ته مجبوره کړي په وينا يې پاکستان به پر طالبانو فشار راولي خو د هغوی ډيری مشران په افغانستان، ايران او قطر کې دي زياتوي که پر دوی فشار راشي نو داسې فشار به نه وي چې دوی داسې پريکړه وکړي چې د دوی په ګټه نه وي.

تر دې مخکې طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي چې ترڅو په افغانستان کې بهرني پوځيان ميشت وي تر هغې سوله نا ممکنه ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close