امريکا له « فساد ککړهېواد» سره د کنترول او که د پراختيا مرسته کوي؟

« سرمقاله »

امريکا ، چې له روسانو څخه يې تجربه  ترلاسه کړه ، په افغانستان کې يې د خپل حضور د ساتنې لپاره د افغانانو پر ذهنونو کار وکړ ، په افغانستان کې يې د خپل منځيو او ارګ ته په رسيدو د څو تش په نامه جهادي مشرانو ترمنځ  لوبه پېل کړه، چې په نتيجه کې يې زرګونه افغانان شهيدان او هېواد يې د کنډوالو پسې نور هم په  کنډواله بدل کړ ، چې تر نن ورځې پورې دوام لري ؛ خو خپله افغانانو له خپل منځيو جګړو او ورور وژنو څخه عبرت وانه خيست.

 امريکا افغانستان ته د ابادۍ او مرستو په نامه ډالر په بوريو بوريو را ورسول ؛ خو ورسره يې په يوه او بله نامه کمپنيو او قراردادونو سره تر نيمايي زياته برخه له هېواده په ډېر هنر سره وايستل ، هرفساد يې په خپله وکړ ؛ خو نوم د افغانانو بد شو ، چې د تېرو څلورو کلونو راهيسې افغانستان په نړيواله کچه په فساد کې ککړ لومړی ، دويم  او دريم هېواد شمېرل کېږي، خپلو امريکايانو چې دواړه لاسونه يې په فساد کې ککړ و ، له افغانستانه د وتلو زمينه يې ورته برابره کړه او هغه چاچې امريکايانو ته يې د فساد د پيسو ورځای کولو بورۍ نيولې وه ، په فساد کې ککړ يې اعلان کړل ، چې وخت په وخت پر يوه افغان د فساد ګوته پورته کوي يوازې په افغانستان کې نه ؛ بلکې په نړيواله سطحه افغانان شرموي .

د امريکا دپلوماسي يا پاليسي داده ، چې خپل پلويان له ځمکې اسمان ته لوړکړي ، چې د امريکا د لارښود کله هم سرغړونه وکړي بيايي په يوه او بله نامه تورنوي. په روان۲۰۱۶ کال  کې چې د تېر۲۰۱۵کال نړيوال راپور وړاندې شو او افغانستان بيا په فساد کې ککړهېواد وبلل شو. امريکايي چارواکو په افغاني لوړپوړو چارواکو د خپل کړي فساد لاسونه پاک کړل ، چې په خپل يوه نږدې پلوي جنرال بسم الله  په اړه يې وويل : د افغانستان په اداري فساد کې لوی لاس لري ، موږ دا نشو پټولای ، چې يو شمېر وزيران او نور لوړ رتبه چارواکي به د تېلو او نورو قرارداديانو سره لاس ونه لري ؛ خو ټول فساد هم يوازې افغانانو نه دی کړی،  د امريکا معتبرو رسنيو رپوټ ورکړی ، چی بسم الله محمدي د دفاع وزارت د څوکۍ څخه په استفادې سره د دولت په چوکاټ کې له بهره افغانستان ته را وړل شوې سپکې او درنې وسلې په شخصي زيرمو کې ساتلي او پټې کړي دي او هم يې د خپله دفاع وزارت په دوره کې په شخصي توګه د نورو هېوادونو سره د وسلو قراردادونه کړي دي، چې  په شمال کې يې خپله پلويان او اربکيان وسله وال کړي دي.

 د سيګار په نامه نړيوالې موسسې راپور ورکړی ، چې بسم الله  محمدي په پروان او پنجشير کې وسلې زيرمه کړي دي ، چې د اړتيا پر مهال يې د شمالي ټلوالې په  ګټه استعمالولای شي. د سيګار موسسې د افغانستان د تېر ولسمشر حامد کرزي د دورې۹ وزيران او په اوس وخت کې يعنې د موجوده ادارې يو شمېر لوړ پوړي چارواکي په فساد کې د لاس لرلو په نامه په ګوته کړي دي ، چې بيا همدا په فساد کې ککړ لوړ پوړي چارواکي په افغانستان کې له شرميدا وروسته په امريکا کې خوندي ساتي.

 امريکايي چارواکو تېره اونۍ راپور ورکړی ، چې د افغانستان د موجوده ادارې سره د فساد په کنترول کې مرسته کوي ؛ خو داسې نه ښکاري ، چې يوڅه پلويان يې په فساد کې ککړ نه دي اعلان شوي ، چې د هغوی سره هم د معاملوپه کولوسره لاره جوړه کړي فساد کې به د ابادۍ په  نامه پراختيا وکړي او آخر به يې

د بسم الله محمدي په څير اعلان کړي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close