امريکا: مسافر وړونکې الوتکه له تښتول کېدو وروسته سمندر کې لوېدلې

(کابل ټکی کام،۱۳۹۷، زمری ۲۰)

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، يوه مسافر وړونکې الوتکه چې له هوايي ډګر څخه تښتول شوې وه په سمندر کې لوېدلې ده.

ويل کېږي، دغه الوتکه د سياتل تاکوما له نړيوال هوايي ډګره د يوه مستري له خوا تښتول شوې وه.

د Seattle-Tacomaنړيوال هوايي ډګر مسوولين وايي، دغه کس چې الوتکه يې تښتولې د ياد هوايي ډګر د الوتکو مستري دی.ځايي رسنيو ويلي، د دغه الوتکې له پورته کېدو وروسته د پوځ اړوند جيټ الوتکې هم پورته شوې چې د تښتول ښوې الوتکې پيلوټ سره يې د اړيکو نيولو هڅه وکړه خو په دې بريالي نه شول چې ياده الوتکه په هوايي ډګر کې ښکته کړي.

که څه هم چارواکي وايي، الوتکه له هوايي ډګره پنځه ويشت کيلو متره ليرې په سمندر کې لوېدلې خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه الوتکه به خپله لوېدلې وي او که د بلې الوتکې له لوري به ويشتل شوې وي.

پوليسو ويلي دا پېښه ترهګرۍ سره تړاو نه لري او تښتول شوي کس د ځان وژنې هڅه کړې.تر اوسه د الوتکې د تښتول کېدونکي کس هويت نه دی په ډاګه شوی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close