امريکا: نایټ کلب کې د اورلګیدنې له امله د وژل شويو شمير ۴۰ تنو ته ورسېد

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) الماس خدرخیل

د امريکا د کلفورنيا ايالت په اوکلیند ښار کې وړمه شپه د نايټ کلب په يوه پروګرام کې اورلګېدلی و، چې د مړو شمیره یې ۹ تنه ښودول شوې وه.

اوس په تازه څرګندونو کې د دغه ښار د اور وژنۍ چارواکو ويلي، چې د اور لګېدو له امله تر دې دمه څه باندې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

د اوکلیندښار چارواکي وايي، چې د اورلګېدنې په وخت کې په دغه ودانۍ کې تر سلو پورې کسان موجود و.

د اور د ژر نه وژنۍ لامل په ودانۍ کې د بېړني خطر د سيستومونو نشتوالی ښودل شوی، همداراز د اوروژنې چارواکو ويلي، چې په ودانۍ کې وسايل او مواد د اور وژنې د عملياتو د چټکتيا خنډ شوي دي.

د نوموړي ښار د اور وژنې رئيس ميرمن ريد ويلي، چې له ودانۍ څخه د بېړني خطر په وخت کې د وتلو يواځينۍ لاره په دويم پوړ کې وه، چې هغې ته د ختلو زينه هم لرګينه وه، ځکه په دغه پېښه کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

تیره ورځ ځايي پولیسو ویلي وو، ځیني کسان اوس هم په اور کې پاتې دي، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close