امريکا: نن د افغان المصافي کرکټ ټيم او امريکا ميامي ټيم لوبه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۷) الماس خدرخېل

نن په امريکا کې د افغان المصافي کرکت لوبډله، چې مشري يې د ملي ټيم لوبغاړي جاويد احمدي په غاړه ده، د امريکا ميامي ایالتي کرکټ لوبډلې سره مخامخ کېږي.

ويل کېږي، چې دغه لوبه به د فلوريډا ايالت د فورټ لورلډيل کرکټ په ميدان کې ترسره شي.

د افغان المصافي ټيم د يو افغان انجينر هارون له خوا تمويل شوی او په لومړي ځل پکې د افغانستان د ملي ټيم څوارلس لوبغاړي په دغه سياليو کې برخه اخلي.

تر دې دمه نوموړي ټيم په امريکا کې دوه سيالۍ ترسره کړي، چې يوه يې د هيوسټن ایالتي ټيم او بله يې د فلوريډا د يواس ال ټيم نه وبايلله.

نوموړی افغان ټيم د پنځو معتبرو څخه دی که ننۍ لوبه يې وګټله کولی شي سيمې فاينل ته ځان وباسي.

د افغانستان ملي ټيم پخوانی کفتان نوروز منګل هم د افغان المصافي کرکټ ټيم د روزونکي په توګه امريکا ته ته ورغلی، نوموړی وايي، چې لومړۍ سيالي يې د محيط سره د نابلدتيا له امله بايللې او دوهمه سيالۍ کې يې بې احتیاطي کړې ده.

تر دې دمه شوو دوه سیالیو کې مشهورو لوبغاړو ګلبدین نایب او نجیب ځدران د پام وړ لوبه نه ده کړې، خو نجیب ترکي، جاوید احمدي او شرف الدین اشرف او یمین احمدزي په دواړو سياليو کې د یادولو وړ لوبه ترسره کړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close