امريکا نور د خپلو ګټو په شطرنج د غني اړتيا نه ويني

تميم توفيق

د امريکا په اړه دا خبره مشهوره ده چې په خپل ټول تاريخ کې يې استثماري پاليسي لرلې ده او هر کله چې يې په مستعمره هيوادونو کې له خپلو مزدورانو څخه ګټه اخيستې ده، وروسته يې د متاع په څير کثافت دانۍ ته غورځولي دي.

امريکايانو ته زمونږ په هيواد د يرغل په لومړيو کې کرزی تر بل هر چا مهمه مهره وه، خو کله چې يې د امريکا هغه ګټې په لاس نشوای ورکولی، چې دوی يې ترې هيله درلوده؛ نو يې ورځ په ورځ د څنډې ته کولو آجل پلانونه تطبيقول، چې لومړی يې د مطبوعاتو له لارې تر سوالونو لاندې په راوستلو سره ملت ته ګرم او مختوری کړ او بيا يې د خپل چوپړ شرف ترې واخيست او د تل لپاره يې وراټه.

نن سبانۍ سياسي اوضاع ته په کتلو داسې بريښي چې امريکا نور د خپلو ګټو په شطرنج بورډ باندې د اوسنيو افغاني ګوډاګيانو د وجود اړتيا نه ويني او په ځانګړي ډول کثافت دانۍ ته د اشرف غني غورځولو ته زړه غږوي.

د اشرف غني په وجود کې چې امريکا خپلې ګټې ليدلې؛ نو په اوائلو کې يې د کرزي غوندي مطبوعاتي تبليغات ورته وکړل او سړی يې د نړۍ د دوهم مفکر په توګه په ساده لوحو افغانانو ومانه، ښايي امريکايانو په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت په تيرو څلورو کلونو کې د هماغو صفتونو او ستاينو بدله له اشرف غني او د ده له دولت څخه اخيستله؛ ځکه خو يې ورسره وخت تير شو، اما اوس چې ګټې يې يا ترې ترلاسه کړې او يا يې د طالبانو د خنډ جوړيدو له امله له لاسه ووتلې؛ نو د اشرف غني شتون ته هم چندان اړتيا نه احساسوي.

له لويه سره د ملي وحدت تشکيلي نادوده چې د جانکيري په لاس وپنځيده او د امنيتي تړون لاسليکول، هم افغان ولس ته د امريکا لخوا د يو مسکال په حيث وه، هغه داسې چې امريکا په دې سره افغانان پوهول غوښتل چې دغه سړی آن په اساسي قانون د پښو ايښودلو او د خپلې خاورې پلورلو ته هم تيار دی، هغه هم د باچايي د نوم او د چوکۍ تر ګورت کولو لپاره او بيا د امريکايانو په خوله د روغې جوړې په پايله کې.

دغه راز څو نورې پېښې هم، چې په خپل وخت مطبوعاتي شولې، داسې ښکاروي چې امريکايانو ورو ورو د اشرف غني د بې کفايته، بې واکه او بلواکه ثابتولو هڅه کوله او دې ته يې ځان جوړاوه چې بيا په يوه ورځ ځواب ورکړي او له خپلې درګاه يې ورټي.

لکه افغانستان ته د ملي وحدت دولت رئيسانو له خبرتيا پرته د امريکايي وزيرانو او د سيمې لپاره د امريکايي استازو نا اعلان شوي او پټ سفرونه، د ځينو سفرونو په مهال له دوی سره په ارګ کې د ملاقات پر ځای د بګرام هوايي اډې او يا امريکايي سفارت ته د معمولي مامور په توګه د ع او غ دواړو غوښتل، دولت يې په نړيواله سطحه په فساد او اختلاس کې په لومړۍ درجه اعلانول او د داعش په نوم بې رحمه مخلوق په دولت پورې تړلی ثابتول، لکه د جوزجان د درزاب تازه پېښې په توسط او … د مثال په ډول يادولی شو.

دا ټول هغه څه و چې امريکايانو يې په توسط دغه دولت خپل ولس ته بې کفايته او مشران يې بې واکه ورمعرفي کول.

دا باور له طالبانو سره د امريکا د مخامخ خبرو په اړه نشر شوي راپورونه لا قوي کوي. امريکايانو له دې وړاندې، چې اشرف غني ته يې څه اړتيا ليدله، له طالبانو سره د مخامخ خبرو نوم هم په خوله نه راووړ او زيات ټينګار يې پر دې و چې طالبان بايد له حکومت سره مذاکره وکړي.

اوس د ټولې نړۍ په رسنيو کې وينو چې امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته اماده شوې، بلکې ورته ليوالتيا لري.

د امريکا په پاليسي کې دغه ۸۰ درجې بدلون زمونږ د عنوان مدعی لا ښه معقولوي او زبادوي چې نور په ملي وحدت حکومت پورې د امريکا تړلې هيلې ختمې شوې، اوس امريکا په دې کې خپله ګټه ويني چې د دوی د ګټو لپاره دغه د څلورو کلونو ستړي مزدوران نور د صافي په څير پر ډيران وغورځوي او هغه څه انجام کړي چې هم يې د خټو پوزه ځان ته جوړه کړې وي، هم يې خپلې ګټې خوندي کړې او له مزيد خجالت څخه يې ځان ژغورلی او خپل نړيوال حيثيت يې پر خپل پوړ ساتلی وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close