امريکا: وسله وال بريد او اورلګېدو شپاړلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې- سلګونه کورونه سوځېدلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۷)

د امريکا په دوو بېلابېلو ايالتونو کې د وسله وال بريد او اورلګېدو پېښه کې شپاړلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوولس تنه نور لادرکه دي.

د امريکا د ليوزينا ايالت په نوي اورېلانس ښار کې وسله وال برید شوی چې په ترڅ کې يې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوليس وايي، په ښار کې د نامعلومه کسانو له لوري ډزې شوي چې له کبله يې درې تنه وژل شوي او اووه تنه نور سخت ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، له پېښې وروسته په ښار کې امنيتي تدابير سخت شوي پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

دغه راز د امريکا د کلفورنيا په ايالت کې په ځنګلونو کې د اورلګېدو له کبله شپږ تنه مړه شوي او اوولس نور لادرکه دي.

د کلفورنيا په ځنګلونو کې د جولای مياشتې په شپږويشتمه نيټه د دوشنبې په ورځ اورلګېدونه پيل شوه چې د اوروژونکې ادارې د چارواکو په وينا تر اوسه يې ۱۷۰۰۰ هکتاره ځمکه سوځولې او پنځه سوه کورونه پکې د اور خوراک شوي دي.

د اورلګېدو په دغه پېښه کې د اوروژنې عملې دوه کارکوونکي، دوه مېرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او اوولس تنه نور لادرکه دي چې چارواکي وايي د هغوی د پلټنې عمليات دوام لري.

چارواکو د اور سيمې ته نږدې لسګونه زره کورنيو ته د کورونو پرېښودو امر کړی او د کلفورنيا ايالت والي جیري برون بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په دغه ايالت کې د اورلګېدنې بادونه خورا تېز شوي او لا نورو ونو- ځنګلونو ترې اور اخیستی او د اور وژنې ډلې يوه مسوول کن پيملوت د اور د پراخېدو ويره ښکاره کړې او ويلي يې دي چې پنځه زره ودانيو ته د اور رسېدلو ګواښ شته.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close