امريکا: وسله وال بريد کې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۲)

د امريکا متحده ايالاتو په فلوريډا کې د یوه وسله وال بريد په ترڅ کې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ای بي سي نيوز د راپور له مخې، دغه بريد تالاهاسي سيمې د يوګا په يو کلپ کې د يوه څلوېښت کلن سړي (سکاټ پال پايريل) له خوا ترسره شوی دی.

د سرچینې په وينا، په بريد کې دوه تنه مړه شوي چې يو تن روغتيايي کارکوونکی دی او یو بل چې يوشپيته کاله عمر لري وژل شوي دي.

پوليس وايي، له بريد وروسته بريدکوونکي خپل ځان هم په ډزو وژلی دی.

تر اوسه د دغه بريد انګيزه نه ده معلومه خو پوليس وايي په اړه يې څېړنې پيل شوي دي.

امريکا کې په وروستيو کې زيات شوي او هرکال پکې زرګونه انسانان وژل کېږي چې له کبله يې د خلکو اندېښنې زياتې شوي دي.

شاوخوا څلور ورځې مخکې د امريکا په پيټزبرګ کې يوه وسله وال کس د یهوديانو پر عبادت ځای بريد وکړ چې به ترڅ کې يې نهه کسان ووژل.

وړمه ورځ د مارکيټ واچ په نوم يوې ويپاړې په امريکا کې د بریدونو په اړه په يوه څېړنيز راپور کې ويلي و چې د روان کال له پيله د لسمې مياشتې تر اووه ويشتمې نيټې پورې د وسله والو بريدونو (اووه څلوېښت زره، دوه سوه شل) پېښې شوي چې له امله يې (يوولس زره، نهه سوه اته څلوېښت) تنه وژل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close