امريکا: وسله وال بريد کې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۵)

د راپورونو له مخې، د امريکا په فلوريډا ايالت کې د وسله وال بريد له کبله پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنيتي چارواکي وايي، د دغه ايالت په جيکسنول سيمه کې يوه وسله وال بريدکوونکي په خلکو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان دي.

پوليس وايي، بريد کوونکی “ډيوډکيټز” څلورويشت کلن سپين پوستی امريکايي دی او د انلان ويډيو ګيمونو په سيالۍ کې يې برخه اخيستې وه چې نور کسان يې تر بريد لاندې ونيول.

د جېکسن ويل ښاروال مايک وېلېمز په عامو خلکو غږ کړی چې د پېښې ځای ته نږدې ورنه شي زياتوي چې سيمې ته بېړنۍ مرستې او امنيتي ځواکونه رسېدلي دي.

روغتيايي مسوولين وايي، د پېښې ټپيان روغتون ته رسول شوي خو د ځينو روغتيايي حالت اندېښمن دی.

د ۲۰۱۸کال په فبروروۍ مياشت کې د فلوريډا ايالت د پارک لينډ سيمې په يوه ښوونځي کې د نکولوس کروز په نوم يوه نوولس کلن ځوان پر خلکو ډزې وکړې چې اوولس کسان پکې ووژل شول.

د راپورونو له مخې، د روان کال له پيله تر دې دمه د امريکا په بېلابيلو ايالتونو کې دا ډول له شلو زياتې پېښې شوي،چې خلک په کې وژل کيږي او ټپيان کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close