امريکا: وسله وال بريد کې پنځه کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۲)

د امريکا په کاليفورنيا ايالت کې د وسله وال برید په ترڅ کې پنځه تنه وژل شوي دي او وروسته بريدګر هم ځان وژلی دی.

پوليس وايي، بريد کوونکي خپله ميرمن او څلور نور کسان پر ډزو ووژل او وروسته يې په ځان هم ډزې وکړې په وينا يې په یاده پېښه کې د بريدګر په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

تر اوسه د بريد هدف نه دی معلوم خو په وروستيو کې د امریکا په بيلابيلو ايالتونو کې ورته ډول پيښې زياتې شوي چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امريکا کې تر ټولو مرګونی وسل وال بريد تير ۲۰۱۷ميلادي کال په لاس ویګاس ایالت کې د موسيقۍ په يوه پروګرام کې وشو چې په ترڅ کې يې اته پنځوس کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close