امريکا پر ايران بنديزونه ولګول خو ولسمشر يې وايي چې نه يې عملي کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۴)

نن د دوشنبې په ورځ امريکا پر ايران تر ټولو سخت بنديزونه ولګول خو د ايران ولسمشر ويلي چې دوی به دغه بنديزونه عملي نه کړي او په پوره قوت سره به يې مات کړي.

سپینه ماڼۍ ويلي، پر ایران لګېدونکي بندیزونه تر اوسه تر ټولو سخت بندیزونه دي، چې پر ایران او ټولو هغو هېوادونو به ولګېږي چې له دغه هېواد سره سوداګري لري.

د امریکا د وروستۍ پريکړې پر اساس، امريکا پر ايران ټول هغه بندیزونه بيا ځلې لګوي چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون وروسته چې ترې ليرې شوي و.

په دې بندیزونو کې د تېلو صادرات، ټرانسپورټ، بانکونه او د دغه هېواد د اقتصاد ټولې مهمې برخې راغلي، همدارنګه له ۷۰۰ ډېر کسان، ادرې، بېړۍ او الوتکې دا مهال له يادو بنديزونو سره مخ دي.

خو د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريکا د بنديزونو غبرګون ته په تازه وينا کې ويلي چې دوی به دغه بنديزونه نه عملي کوي او په ټول قوت به يې ماتوي.

حسن روحاني ډاډ څرګند کړی چې د امريکا بندیزونه به پر ايران هيڅ ډول منفي اغېز ونه کړي او د خپل هېواد سوداګرۍ، کانونو او اقتصاد سکتورونو ته يې امر کړی چې خپلو چارو ته په پوره ډاډ ادامه ورکړي او د امریکا د بنديزونو پروا ونه کړي.

د روحاني په وينا، له دغه بنديزونو د اتو هېوادونو مستثنا کول، ملګري ملتونه او يو شمير اروپايي او اسيايي هېوادونه د ايران تر څنګ ودرېدل د ايران د بريا مانا لري چې دغه وضعيت به تر ډيره دوام پيدا نه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close