امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولګول

کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۶)
د امريکا ولسمشر ټرمپ په ايران باندې د نويو لويو مالي بنديزونو هدايت صادر کړ، چې سر له نن ورځې «سه شنبه / ۱۳۹۷ / زمری ۱۶» به پيليږي.

ټرمپ نژدې درې مياشتې وړاندې له ايران سره د ۲۰۱۵م هستوي توافق څخه ځان وايست، ده هغه مهال ويلي و چې پر ايران به بنديزونه نور هم سخت شي، نوموړي تيره ورځ «دوشنبه» د نورو بنديزونو هدايت ورکړ.

امريکايي چارواکي وايي دغه بنديزونه به د ايران عمده مالي بخشونه هدف ګرځوي، چې د ترانسپورت، د غاليو تجارت، طلا او نورو فلزاتو په صادراتو او وارداتو لګول شوي، دوی وايي د ايران دولت به له دې وروسته امريکايي ډالرو ته هم لاس رسی نه لري.

پر ايران د بنديزونو په اړه سپينې ماڼۍ اعلاميه خپره کړې چې پکې له ټولو دولتونو غوښتل شوي «بايد واضح کړي چې ايران بايد په دوو کې يوه لاره خوښه کړي، يا دې په خپل ګواښونکي او بې ثباته کونکي دريځ کې بدلون راولي او له نړيوال اقتصاد سره دې يو ځای شي او يا دې د اقتصادي انزوا پر لور حرکت ته دوام ورکړي»

د امريکايي ولسمشر له اعلان وروسته د اروپايي اتحاديې رئيس فدريکا موګريني د وزيرانو په ناسته کې وويل چې د ټرمپ له دې پرېکړې خوشحاله نه دی. د دغې اتحاديې غړي په دې باور دي چې له ايران سره اتومي معاهده د اروپا، سيمې او ګردې نړۍ د امنيت لپاره مهمه ده.

د ټرمپ له دې اقدام څخه تر ټولو وړاندې د اسرائلو لومړي وزير بنيامن نتنياهو هرکلی وکړ، نوموړي له اروپايي هيوادونو څخه وغوښتل چې له دې پرېکړې سره همغږي وښيي او پر ايران د بنديزونو اړوند د خبرو پر ځای په عمل لاس پورې کړي.

کله چې امريکا له ايران سره له هستوي معاهدې ځان ايستلی او پر ايران يې بنديزونه لګولي، د ايران اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې د خرابيدو پر لور روان دی.

د ايران وروستي اقتصادي مشکلات د دې سبب شوي چې ولس يې په لاريونونو لاس پوري کړي او د حکومت د فعلي سياستونو په ضد شعارونه ورکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close