امريکا په اوسنۍ نړۍ کې!

لیکوال : مفتی شهید

يو وخت داسې وو چې امريکا به خلک په دې غلول چې ګواکې د دوی په وينا دوی د نړی اصلي خواخوږي او د بشر اصلي مدافعين دي. په هغه وخت کې د امريکا په مقابل کې د شوروي اتحاد وو.

نو په هر ځای کې به چې شورويانو تجاوز کاو نو امريکا به چغې کړې چې روسيان د بشر ضد کړه وړه کوي. او جانب مقابل سره به يې د مرستې اعلان کاو . خو دا په حقيقت کې د امريکايانو هغه پاليسي وه چې په دې سره يې له يوې خوا د خپل د هغه وخت مقابل يعنې د شورويانو مخه نيوله او له بلې خوا يې دا غوښتل چې خپله اصلي او کرغيړنه څهره له نړي والو څخه پټه او مخفي وساتي.او د دې لپاره زمينه برابره کړي چې خپل استعمار په نورو نړي والو وروتپي. له همدې وجې امريکايانو د افغانستان د مجاهدينو سره مرسته پيل کړه. او ظاهراً به يې چغې وهلې چې مونږ خو افغانان د غلامۍ څخه ژغورو او د هغوی حريت او ازادي لپاره د شورويانو په مقابل کې له افغانانو سره ولاړ يو.

اما په حقيقت کې امريکا غوښتل چې خپل جانب مقابل يعني شورويان مات کړي. په هم هغه وخت کې کله به چې علماو او د امريکا اصل څهر پيژندونکو به غږ راپورته کړ چې ګوری! امريکا زمونږ دوستان نه دي بلکه زمونږ هغه دښمنان دي چې له روسيانو څخه ډېر خطرناک دي. نو بعض خلکو به دا خبره نه منله او داسې خبرې به يې کولې چې ګواکې لکه چې دوی د امريکايانو ايجنټان دي.

 کله چې دوی د امريکا د اوسني سياست دوه مخي او خصوصاً په افغانستان او عراق د هغوی يرغل او تجاوز په سترګو وليد نو اوس هم هغه خلک چې د امريکا په خواخوږي بلل کېدل وايي چې رښتيا هم امريکا زمونږ له غمه مړه نه وه بلکې هر څه يې د خپلو موخو دلاس ته راوړلو لپاره کول او اوس هم که له چا سره د دوستي کوي نو اصل هدف يې د خپلو موخو حاصلول دي.

اوس د ټولو نړۍ والو په ځانګړې توګه د مسلمانانو په دې خبرې ښه سر خلاص شوی دی چې په رښتيا هم امريکا د ولسونو او د خلکو خواخوګې نه بلکې د خپلو ګټو او موخو په غم کې ده . اوس ټول په دې خبره پوهيږي او ټول په يوه خله دي آن تر دې چې د امريکا پاخه دوستان او خواخوګي هم وايي چې امريکا زمونږ دوست نه شي کېدی. له همدې امله د افغانستان پخواني ولس مشر ښاغلي کرزي د خپلې ولسی مشری په وخت کې هم په کراتو مراتو په رسنيو کې دا خبره غبرګه کړې وه چې امريکايان په خپله ګټه پسې ګرزي. چې يوه بيلګه يې د کرزي د امريکا سره د استراتيجيکي تړون نه امضاء کول وو.

لګه موده مخکې کله چې د بګرام د کرغيړن ځندان څخه يو افغان بندي راخلاص شو او زه يې پوښتنې ته ورغلم نو هغه خپله کيسه داسې راته بيان کړه چې يوه ورځ د يوه هالنډي عسکر پر مونږ پيره وو د دغه عسکر د توپک خله د زمکې پر خوا وه. کله چې زه ورباندې پوهه شوم چې دا امريکاي عسکر نه دی نو د پيغور په طور مې ورته وويل : امريکايان که پر مونږ پيره کوي نو هغه خو ملامت نه دي ځکه زمونږ ورسره عملاً جګړه روانه ده . تاته دې خير وي! ته ولې دومره ځان کړوې؟ او شپه او ورځ مونږ ته نيغ ولاړ يې او ځان دې ستړی کړی دی؟

هغه راته وويل: مونږ پر دې ښه پوهيږو چې امريکايان دا هر څه د خپلې ګټې لپاره کوي. لکه څرنګه چې امريکايان ستاسو دښمنان دي همداراز مونږ پوهيږو چې زمونږ هم دښمنان دي خو اوس مونږ څه نه شو ويلی . مونږ او زمونږ حکومتونه مجبوره دي چې له امريکايانو سره مرسته وکړو که نه نو مونږ دومره د امريکايانو خواخوګي نه يو. مونږ د افغانستان جګړې ته په انتظار يو چې ايا امريکا پر تاسو کاميابېدلۍ شي او که نه ؟

نو کله چې امريکا په افغانستان کې ناکامه شي نو زمونږ د ټوپک خُلې لکه څرنګه چې اوس ښکته دي بيا به داسې ښکته نه وي بلکه ستاسو په رنګ زمونږ د ټوپک خُلې به هم د دوی په لور وي. او دغه عسکر يو خوا او بل خوا وکتل او خپل ټوپک يې راپورته کړ اومخامخ د نښې انځور يې جوړ کړ. که د بصيرت په سترګو د نړي عمومي اوضاع ته وکتل شي نو ټول ولسونه د امريکا په اصلي مقصد او موخې پوهه شوي دي چې يو څو بيلګې به يې زه په لاندې ډول ذکر کړم:

(۱)په عربي نړۍ کې هغه عربي مطلق عنان حکمرانان چې ټوله اتکاء يې په امريکا وه او دوی به خپلو ولسونو ته د امريکا په مټ ځواب ورکاو. کله چې په دې يو څو کلونو کې د دوی پر ضد تظاهرات وشول . نو امريکا ته دا محسوسه شوه چې اوس خو دوی په قدرت کې نه شي پاتې کېدی نو سره د دې چې امريکايانو ورسره د وفادارۍ او د مرستې ژمنې کړې وې. په هم هغه ساعت يې له دوی څخه لاس واخيست. او خپله بې وفايي يې اعلان کړه. له دې څخه دا سرګنده شوه چې امريکا د تل لپاره دوه مخۍ سياست لري. او له هر چا سره چې دوستي کوي نو هغه يې په چل بناء وي. کله يې چې ګټه وي نو بد ته هم ښه وايي او کله يې چې ګټه نه وي نو بدو ته خو بد وايي؛ ښو ته هم بد وايي.

(۲) يو څو کلونه د مخه د ويکي ليکس په نامه يوې انټرنيټي ويب پاڼې د امريکا هغه ټول محرم اسناد د خپلې ويب پاڼې له لارې خپاره کړل چې له ورايه ورڅخه څرګندېده چې د امريکا ټول سياست په ټګۍ او برګۍ بناء دی. او دا يې وښوده چې د هر چا سره که امريکا دوستي غواړي نو اول مقصد يې د امريکا ګټه وي برابره خبره ده جانب مقابل ته پکې ګټه شته او که نه اما که جانب مقابل ته پکې تاوان هم وي نو د امريکا يې په څه.

(۳)د دغه پيړۍ په دوهمه لسيزه کې د امريکا په بهرني سياست کې نړي والو ته داسې څه تر سترګو شول چې امريکا د يو داسې سياست پلي کول غواړي چې ټوله نړي خپله تابع وګرزوي. او هيڅ چا ته حق ور نه کړي چې د خپل مظلوميت غږ پورته کړي. امريکا خپل او پردی نه لري بلکې هر هغه څوک يې خپل دي چې د امريکا لاس پوڅي وکړي. او د تل لپاره د امريکا حلقه بګوش غلام پاتې شې. هر څه چې وغواړي بايد ټول يې ورسره ومني. که پر چا يرغل کوي يا څوک د دوی په اصطلاح د ترورسټ په لست کې حسابوي او يا چا ته برائت ورکوي نو دا به ټول د امريکا په خوښه وي. نو همدا وجه ده چې که په اصطلاح د ملل متحد په شورا کې د امريکا په ضد کوم څوک غږ پورته کوي نو امريکا يې ويټو کوي. که پر چا امريکا يرغل کوي نو بيا نه د ملل متحد خبرې ته غوږ نيسي او نه د نورو نړۍ والو. دا ټول هغه څه دي چې په دې ټول نړيوال پوه شوي دي.

(۴) په نړيواله کچه څومره چې د ټول پوښتنې او سروې ګانې شوي دي. د هغه ټولو څخه دا ښه په ډاګه کيږي چې امريکا اوس د خلکو په زړونو کې بيخي ځای نه لري او ټول امريکا ته د يو يرغلګر په سترګه ګوري.آن تر دې پورې چې د امريکا دوستان هم په دې پوهه شوي دي چې پر ځای د دې چې په نړی کې عدالت پلي کړي هر ځای ته چې تللې ده بد نصيبي او ستونزې يې وړي دي. پر ځای د دې چې ستونزې کمې کړي نورې يې هم زياتې کړي دي چې ټول نړۍ والو په عراق ، افغانستان ، سوريه ، مصر، بلکې ګرده نړی کې د دې بيلګې مشاهده کړې چې هيچا پټې ندي.

(۵) کله چې يو سماوي افت يا کوم بل باورين په کوم هيواد راشي نو د نړۍ نور هيوادونه ورسره مرستې کوي او هغه هيواد هم د نړيوالو د مرستو په انتظار وي. او که څوک مرسته ورسره وکړي نو په ډېر خلاص تندي د هغو څخه مننه کوي. اما کله چې امريکا د مرستې وړانديز ورته وکړي نو بيا زړه نا زړه د امريکا مرستې قبلوي په دې ګومان چې د امريکا هر يو عمل د نړيوالو په سترګو کې د فريب عمل معلوميږي. نو ځکه زړه نه ورته ښه کوي. که لږ د حقيقت په سترګو امريکا ته وګورو نو د ډېرو ولسونو پر وړاندې يې ثابته کړې ده چې امريکا د خلکو سره دوست هيواد نه دی. او په دوستۍ يې هېڅ څوک باور نه لري. بلک استعمار او يرغلګر يې بولي.

(۶) په افغانستان او عراق د امريکا يرغل د ا هغه څه دي چې د نړيوالو باور يې نور هم زيات کړی دی چې د امريکا اصلي هدف د خپلو ګټو تضمين ، د خلکو وژنه. او ولسونو ته د بدبختۍ او د ستونزو څخه ډکه تحفه ډالۍ کول دي. هره ورځ په افغانستان او عراق او هغه هيوادونه چې امريکا پکې عملاً برخواله ده کې مظلوم مسلمانان شهيدانوي او بيا د بشر دوستۍ لاپې وهي. خو نړی پر دې پوهه شوې ده چې دا امريکا اصلي څهره د خلکو وژنه، خلکو ته بدبختي بخښل دي. او د امريکا د بشر دوستۍ لاپې هسې ډرامه ده چې نور امريکا خلک پرې نه شي غولولۍ.

په لنډه توګه که د امريکا اوسني حالت ته په دقيقه وګورو نو تقريباً ټولې نړی اوس د امريکا اصلي څهره چې ډېره کرغيړنه او بد رنګه ده پيژاندلې ده. آن تر دې پورې چې د هغه خپل ملګري هم وايي چې د امريکا په دوستۍ بې باوره يو ځکه هره ژمنه يې چې له مونږ سره کړې ده په هغې کې پاتې راغلې ده. دوی د دې لپاره ډېر دلايل لري چې يو څو يې مونږ په دې ځای کې بيانول غواړو. دوی وايي چې امريکا له دوی سره کړې ژمنې يوه هم نه ده پر ځای کړې .

مثلاً امريکا په افغانستان کې د افغانستان له حکومت سره ژمنه کړې وه چې د دوی مخالفين به له منځه وړي. ان تر دې پورې چې په غرونو او غارونو کې به يې هم تعقيبوي . خو امريکا په دې کې پاتې راغله. ځکه په افغانستان کې د طالبان ورځ په ورځ غښتلي کيږي. د افغانستان په اکثره سيمو باندې د دوی ولکه پراختيا مومي.آن تر دې پورې چې د قندوز ستراتيجکي ښار باندې د دوی ولکه راغله او تر دريو هفتو پورې پکې پاتې شول د افغانستان اکثره ولسوالی او ښارونه د طالبانو لخوا مخاصره شوی دي ډېرې ولسوالی يې په خپله ولکه کې راوستلې د ولس مشر اشرف غنی ګډ حکومت او د هغه ملګري دومره کمزوري دي او لا کمزوري کيږي چې اکثره منطقې او سيمو ته هسې ورکتی هم نه شي. اکثره سيمو کې تر خپلو مرکزونو پورې محدوده دي. د دوی د اړتيا او د ضرورت اشياء د طيارو له لارې پوره کيږي.بناءً ټولو ملګرو ته يې اوس دا ښه په ډاګه شوې ده چې د امريکا د ترورزم خلاف شعار هسې ډرامه او ډنډوره ده چې هيڅ څوک باور ورباندې نه لري او نه بايد باور ورباندې وکړی شي. ځينو خو يې لا دا هم وايي چې د امريکا کړو ته په کتو سره دا معلوميږي چې د امريکا د ضد تروريزم د شعار لاندې چې کومه مبارزه روانه ده هغه هسې تشه ټګي او برګي ده او دروغ او د خلکو تير ايستل دي. د دوی بل دليل دا دی چې امريکا د خپلو دوستانو سره دا ژمنه کړې وه چې افغانستان به د مخدوره موادو د کرکيلې ، توليد او قاچاق څخه پاکوي.

خو امريکا په دې ژمنې کې هم پاتې راغله. د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت داري پر مهال د مرحوم امير المومنين په يوه فرمان له ټول افغانستان څخه د مخدره موادو کرکيله ، توليد او قاچاق د صفر درجې ته راغی. او دا ټولې نړی په خپلو سترګو مشاهده کړل اما اوس د امريکايانو په وخت کې د مخدره موادو کرکيله ، توليد او قاچاق خپل هغه عوج ته ورسيدل چې مخکې يې ساری نه ليدل کېده. او اوس ټول په دې اعلان کوي چې افغانستان په نړی کې د مخدره موادو په کرکيلې ، توليد او قاچاقو کې لومړۍ مقام ګټلی دی. داسې راپورونه هم وجود لري چې خپله امريکايان او انګليسان د مخدره موادو په تجارت کې بوخت دي. امريکايانو د افغانستان مخکني ولس مشر کرزي او اوس د اشرف غنی د ګډ حکومت سره او د نړي والو ملګرو سره دا وعده او ژمنه هم کړې وه چې په افغانستان کې به سالمه او د فساد څخه پاکه حکومت داري راولي . امريکا په دې ژمنې کې هم پاتې راغلې ده. ټول نړی وال په يوه خله دي چې د کرزي د وخت حکومت او همداراز اوسنی ګډه حکومتي اداره په نړی کې يوه فاسده اداره ده چې د غټ نه يې واخلې تر کوچني پورې ټول د حکومت چارواکي په فساد کې ښکيل دي. او هر يو يې په فساد کې نړۍ وال نوم او شهرت لري. د ې ټولو کړو وړ او سياست د امريکا ته چې وکتل شي ورڅخه په ډاګه کيږي چې امريکا اوس د نړيوالو په اند يوه داسې بد رنګه او د ټګۍ برګۍ څخه ډکه څهره لري چې خپل او پردي ټولو ورباندې پوهيږي. او له هيڅ چا څخه پټه نه ده. 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close