امريکا: په نيويارک او فلاديلفيا ايالت کې وسله وال بريدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۸)

د امريکا د فلاديلفيا او نيويارک ايالتونو کې د بېلابيلو وسله والو بريدونو له کبله اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شمالي فلاديلفيا د پوليسو مشر ريچارد روز وايي، تېره شپه نهه نيمې بجې ناڅرګندو وسله والو له يوه موټر څخه په خلکو ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.

د پوليسو په وينا، بریدکوونکو له ډيرې قوي وسلې څخه کار اخيستی چې په يوه ضربه يې ياده مرګ ژوبله اړولې او خپله له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.

دغه راز چارواکي وايي، د نيويارک ښار په يوه روغتون کې د وسله وال برید له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

پېښه د ويستچستر په نوم د يوه روغتون په څلورم پوړ کې رامنځته شوې چې يوه مېرمن او خاوند يې پکې ژوند له لاسه ورکړی.

امنيتي مسوولين وايي تر اوسه د دواړو بريدونو لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه يې تحقيقات روان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close