امريکا: کليفورنيا کې اورلګېدو شپږ تنه مړه کړي، څه باندې يونيم لک بې کوره شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۹)

د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د اورلګېدو له کبله شپږ کسان مړه شوي او لسګونه زره کسان کورونو پېښودو ته اړ شوي دي.

امریکايي چارواکي وايي، دغې اورلګېدنې د ياد ايالت په شمال کې د پاراډایس ښارګوټي ډيرې برخې سوځولي دي.

د چارواکو په وينا، د دغه اور مړه کولو لپاره په پارډايس ښارګوټي کې شاوخوا دېرش زره کسان ګمار شوي خو لا هم نه دي توانيدلي چې اور مړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا په جنوبي کلفورنيا کې هم اور ادامه لري او د مسوولينو په وينا تر دې دمه ۱۵۷زره کسانو خپل کورونه خوشې کړي دي.

د ځايي چارواکو په وينا، تر دې دمه د اورلګېدو له کبله نهه کسان مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي زياتوي چې ښايي په اور کې د سوځېدلو کسانو شمير له دې هم لوړ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close