امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

ليکوال: غورځنګ

د طالب او امریکا تر منځ د مذاکراتو له پيل راهيسې افغان دولت د سولې پر ضد دريځ خپل کړی دی او سوله يې د خپل حکومت پر وړاندې دسيسه او توطئه بللې.

همداشان د افغان دولت لوړپوړي چارواکي د سولې پر ضد کله ټرمپ ته ليک لېږي او کله بيا امنيت شورای ته د طالبانو د غړو د سفر د بنديز په اړه ليک لېږي او ورڅخه غواړي چې پر طالب لوړ پوړو غړو بنديزونه ولګوي، کله بيا د طالبانو د غونډې پر ضد اعتراضونه کوي او وايي چې له طالبانو سره غونډه کول د  دوی په رسميت پېژندلو په معنا ده.

خو مهمه خبره دا ده چې زلمي خليلزاد د تېرو مذاکراتي غونډو ځينې جزئيات له ولسمشر او دولت سره شريکول؛ ليکن دا ځل؛ چې تر ټولو مهمه غونډه هم وه؛ خليلزاد پر ځای د دې چې د غونډې له پای ته رسېدلو څخه وروسته راشي او له ولسمشر سره جزئيات شريک کړي، بلکې سيده واشنګټن ته ولاړ او د مذاکراتو جزئيات يې له ټرمپ سره شريک کړل، چې دې کار د افغان دولت لپاره بدې پايللې له ځان سره لرلې، يو دا چې افغان دولت دا ځل د امریکا په وړاندې هم بلکل بې حيثيته شو او کوم لږ لږ حيثيت يې چې د امريکايي چارواکو به ذهن او خيال کې لرلو هغه هم الونيا شو.

همدارنګه هغه هيلې چې افغان دولت په امريکايي ځواکونو پورې يې تړلې وې؛ له منځه لاړې.

ځکه نو په دې وروستيو کې د ا فغان دولت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وويل: چې له طالبانو سره د امریکايي پوځونو د وتلو پر سر هوکړه کول به په افغانستان کې د امريکايي وژل شويو پوځيانو د وينو خرڅول وي، نو امریکا دې په دې ا ړه احتياط وکړي.

دغه شان د حمد الله محب د دې خبرې په افغانستان کې د امریکا سفير داسې ورته ووايه: چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته د امريکايي پوځيانو وتل شرمنده ګي نه ده بلکې شرمنده ګي هغه ده چې امريکا به تاسو (افغان دولت) ته پيسې رالېږلې او تاسو به غلا کولې.

خو تر ټولو مهمه ده چې په امریکا کې نوموړي د ملي امنيت سلاکار (حمد الله محب) په زلمي خليلزاد مختلف تورونه لګولي او ويلي دي چې خليلزاد په روانو مذاکراتو کې افغان وحدت ملي حکومت ګوښه کړی او غواړي چې موقت حکومت رامنځته کړي، همداشان نوموړي دا هم ويلي چې خليلزاد غواړي چې په افغانستان کې د امريکا وايسرای جوړ شي. چې د نوموړي دا ډول خبرې که څه هم امریکايانو ته د ګيلې په شکل وې، خو دا چې امریکايان په ګيله نه پوهېږي نو ځکه يې نوموړی احضار کړی او په جدي توګه يې ورڅخه غوښتي چې له دا ډول خبرو تېر شي او په ائينده کې دا ډول خبرې ونه کړي.

د شنونکو په باور حمدالله محب دغه خبرې د افغان حکومت په خوښه تر سره کړي او دا ځکه چې په مخکې وختونو کې افغان حکومت په بار بار د سولې په ضد امریکا ته مستقيماً وړانديزونه کړي چې سوله دې نه کوي او له افغانستان څخه دې نه وځي خو امریکايانو به هر وخت د دوی دغه وړاندې رداوه، نو دا ځل افغان حکومت غوښتل چې ټول حکومت په نماينده يو لوړپوړی چارواکی دغه خبرې د رموز په شکل ورته وکړي؛ خو افغان دولت بیا دا سوچ نه وو کړی چې امريکايان په ګيله نه پوهېږي بلکې ګيله پرې بده هم لګېږي ځکه يې نو د ملي امنيت نوموړی سلاکار احضار کړی او ورته ويلي يې دي چې راتلونکي کې له دې ډول خبرو تېر شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close