امریکايي جنرال: په غلچکیو جګړو کې امریکايي ځواکونه د میدان د ګټلو نه دي« زموږ جنرالان په افغانستان کې مات دي »

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۴) زرغون خوږیاڼی

امریکايي جنرال جیسون ډيمپسي په یوه لیکنه کې ویلي، چې په افغانستان کې جګړه غلچکۍ او ګوریلايي ده، پدغسې جګړه کې امریکايي ځواکونه د میدان د ګټلو نه دي.

. د امريکايي پوځ د ماموريت او فعاليتونو ترتيب اوس هم د ۱۹۵۰ کلونو په څېر تړلی او جامد دی،  د دغه ستراتيژۍ له مخې پوځيان کولای شي، چې د سولې او ارامتيا پر مهال ښه ځانونه تيار کړي، يا د تقليدي جگړې په لومړيو کې څه لاسته راوړنې ولري، خو که جگړه گوريلايي او غلچکۍ شي، بيا دغه ځواکونه د ميدان د گټلو نه دي.

جیسون په خپله لیکنه کې چې فارن پالیسي خپر ه کړې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځونو ماموریت ناکام دی، چې دغه ناکامي د امریکايي  جنرالانو ناکامي ده.

جنسون ډيمسپي چې په په ۲۰۰۹ کې يې افغانستان کې د  پلي ځواکونو د پوځي عملياتو مسووليت پر غاړه وه، ۲۰۱۲-۱۳ د پوله ساتو ځواکونو د جگړې د سلاکار په توگه دنده ترسره کړې.اوس د امريکا امنيتي څېړنو د مرکز غړی دی او د کولمبيا پوهنتون کې د پوځي چارو د څېړنو د مرکز مشر دی.

ډیمپسي زیاتوي چې په ۲۰۰۹ ز کال کې، چې جنرال مک کريسټال په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قوماندان وټاکل شو، په ټولو پوځي مرکزونو کې يې له موږ ټولو پوښتنې وکړې: «ته په ځانگړې توگه څه کولای شي، تر څو موږ دلته پاتې شو او جگړه وگټو.» دا هغه وخت و، چې زه د افغانستان په ختيځ کې د يو سختې جگړې پر مهال د لوا مشر قوماندان وم.دا يوه سمه او پر ځای پوښتنه وه، خو په عين حال کې دې پوښتنه کې هم چل و.

نوموړی وايي چې مک کرسټال له دې پوښتنې موخه ده وه چې د جګړې او د راتلونکي ملامتیا لپاره پوځیان په ګوته کړي ، د دغه ځواب له امله به دغه جنگيالي د اوږدې مودې لپاره په جگړه کې ښکېل وي، تر څو وضعيت د امريکايي سرتېرو په گټه شي او د منفي چاپېريال او پايلې پر مهال به دغه ځواب ورکوونکي مسوول وي.

امریکايي جنرالان افغانستان ته د سیاحت په فکر پالیسي جوړوي، چې ورته د جګړې ګټل ناشوني دي.

جیسون لیکي چې موږ بايد د ويټنام له جگړې عبرت اخيستی وای او دلته مو داسې پاليسي غوره کړې وای، چې هغه تېروتنې مو دلته نه وای تکرار کړې.

 هلته به يوې پوځي ډلې له اوو، تر نهوو ان تر دوولسو مياشتو په يو ځای کې جگړې کولې. دغه ډول پاليسي د تکتيک او همدارنگه د سرتېرو د مورال ضعیفه کولو له امله هم ناکامه وه  او په دې پاليسۍ موږ نه شو کولای چې مخالفين وځپو.

زموږ سرتېري د دومره اوږدمهالې پرلپسې جگړو توان او زغم نه لري او سربېره پر دې زموږ لوړپوړي جنرالان هڅه کوي، چې خپلمنځي اړيکې او باور رامنځته کړي او د اړتيا پر مهال په جگړه کې ترې اغېزناکه گټه پورته کړي. زموږ د جنرالانو ستونزه دا وه، چې هر څه ته به يې سطحي فکر کاو، د افغانستان سياسي چاپېريال به يې د همدغه سطحي فکر له مخې ارزاو او بيا به يې پاليسي جوړوله.

دی وايي، د پنځلسو کلنو جګړو په تېرېدو بايد له خپلو جنرالانو پوښتنه وکړو: «لا هم د کومې جگړې په تمه شپې ورځې تېروئ او د راتلونکي لپاره د کومې جگړې په تمه يو؟»

« موږ په افغانستان کې پنځلس کاله تېر کړل، افغانان پوهېږي، چې امريکايي جنرالان څنگه له خپلې خوښې سره سم ترتيب او منظم کړي. امريکايي جنرال، چې د لنډې مودې لپاره افغانستان ته د ماموريت لپاره ځي، دوی نه شي کولای، چې د دغه هېواد ټول حالات په سمه توگه وارزوي او له مخې يې ورته پاليسي هم جوړه او عملي کړي. دا هر څه مې په ۲۰۱۲ کې په خپلو سترگو ليدلي دي.

دا وايي چې د امریکايي جنرالانو د ماتې او نامۍ لنډه بهانه همدا ده چې د هرې ناکامۍ پړه د افغانانو پر اوږو واچوو.

په دې اړه ډېر بحثونه شوي، چې افغانان د طالبانو پر ضد جگړه کې کومو شيانو ته اړتيا لري؟د پنټاگون يو مشر چارواکي وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه هوايي، استخباراتي او بېړنيو لوجسټيکي مرستو ته اړتيا لري.

د امریکايي جنرال په وینا، زموږ چارواکو په دې اړه فکر نه دی کړی او نه چا دا پوښتنه کړې، چې طالبان له دغو مرستو پرته څنگه کولای شي دومره پرمختگونه وکړي، چې نه ورسره هوايي ځواک شته، نه د جگړې معياري وسايل او نه هم لوجيسټيکي او استخباراتي مرستې.

نوموړي د ټرمپ لپاره په یوه مشور ه کې ویلي، چې دا د ټرمپ لپاره یوه ښه پوښتنه ده چې د سپینې ماڼۍ له چارواکو یې وکړي.

ځکه دوی به له ټرمپ هم غواړي چې «لا ډيرو عسکرو ته اړتیا ده، او لا ډيرې پیسې پکار دي او لا ډير وخت پکار دی چې د افغان جګړه وګټو.»

جیسون وايي، خو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بايد له امنيتي مسوولينو پوښتنه وکړي، چې طالبان ولې په نشت وسايلو دومره پرمخ تللي دي؟.

امریکايي ځواکونه او زموږ جنرالان په افغانستان کې مات دي او دوی به له نوي ولسمشره خپله ماتې پدې ټکو پټوي چې لاډیر وخت، عسکرو او پیسو ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close