امریکايي رسنۍ: د جګړې ختمېدو ته د ټرمپ ”بې صبري“ له طالبانو سره د امریکا د خبرو پیلولو لامل دی

یوې نوموتې امریکايۍ رسنۍ د امریکايي چارواکو له خولې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته ”بې حوصلې“ شوی، او د جګړې ژر ختمېدو ته د نوموړي بې صبري امریکايي ډیپلوماټان او قومندانان له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو پیلولو ته اړ کړي دي.

د امریکا مشهورې رسنۍ، این بي سي نیوز، نن (د زمری ۸مه)، په خپل یوه راپور کې ویلي چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان د جګړې د ژر پای ته رسولو هڅه کوي، او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې ”تر ټولو جدي“ ډيپلوماټیکي هڅې پیل کړې دي.

این بي سي نیوز زیاته کړې، امریکايي ډيپلوماټان د جګړې د ختمولو لپاره دا جدي هڅې داسې مهال کوي چې طالبان لا هم د جګړې په ډګر کې پر خپل زورور حالت پاتې دي، او افغان ځواکونه د امریکا له پراخو بمباریو سره سره د حالاتو په بدلولو نه دي بریالي شوي.

د این بي سي نیوز په خبره، افغان حکومت اندېښمن دی چې طالبان به له امریکا سره په مخامخ خبرو کې له یوه داسې سپرپاوره زیات امتیازات ترلاسه کړي چې ”له یوې ستونزمنې جګړې ستړی-ستومانه دی.“

یوه پخواني امریکايي ډيپلوماټ NBC News ته ویلي، ”دا خطره شته چې طالبان به [د امریکا له لوري] کمزوري حس کړي.“

این بي سي نیوز په خپل راپور کې زیاته کړې، د ټرمپ د چوټ او ناڅاپه دریځ نیونې طبیعت او په افغانستان کې د امریکايي پوځ د ماموریت په اړه د نوموړي څرګندو شکونو په امریکايي چارواکو او پوځي افسرانو کې د بېړې او ”سمدستي توب“ فضا حاکمه کړې ده.

ان بي سي نیوز وايي، که څه هم ټرمپ تېر کال افغانستان ته د څو زرو اضافي امریکايي ځواکونو لېږل تایید کړل، خو بیا هم په افغانستان کې د ۱۵۰۰۰ امریکايي ځواکونو د ساتلو په اړه شکمن او بدبین دی.

د ان بي سي نیوز په وینا، امریکايي چارواکي وېره لري چې ښايي ټرمپ پرته له دې چې مخکې خبرداری ورکړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون او ماموریت په اړه ناڅاپه خپل دریځ بدل کړي.

یوه پخواني مشر امریکايي چارواکي، چې د امریکايي ادارې له پرېکړو سره اشنا دی، د نوم نه ښودلو په شرط دې امریکايۍ رسنۍ ته ویلي، ”… د ده لپاره زیات کار کوونکي کسان پر نوموړي هیڅ ډاډ او باور نه لري چې خپلو پالیسیو ته به ژمن پاتې شي.“

دا امریکايۍ رسنۍ وايي، له همدې امله د ټرمپ ادارې د جګړې د ختمولو په موخه ”یوې له خطرې ډکې ډيپلوماټيکې شرط تړنې“ ته مخه کړې ده.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو او یو شمېر طالب سرچینو رسنیو ته منلې چې دواړو لورو په قطر کې پر مهمو مسایلو خبرې کړې.

این بي سي نیوز وايي، افغان چارواکو – او ځینو بهرنیو دولتونو – د ټرمپ ادارې ته شخصا ویلي چې د امریکا او طالبانو د مخامخ مذاکراتو خبري راپورونه ښايي د افغان ولسمشر، اشرف غني، سیاسي مقام ته زیان ورسوي.

امریکايي چارواکي وايي چې دا ابتدايي خبرې دي او په دې مذاکراتو سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو پیلېدو ته لار هواروي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close