امریکايي سناتور: که په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه یقیني شي، پوتین باندې به بندیزونه ولګوو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) زرغون خوږیاڼی

د امریکا د جمهوري ګوند یوه سناتور ویلي، چې د مشرانو جرګې ټول غړي پدې باوري دي چې روسیې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.
د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري ګوند غړي لیندزي ګراهام تیره ورځ د (CNN) تلویزیون سره په مرکه کې وویل، «د امریکې د مشرانو جرګه ۱۰۰ غړي لري او زه وایم چې ۹۹ سلنه غړي په دې باوري دي چې روسیې د امریکا په ټولټاکنو کې لاسوهنه کړې ده، او موږ به په دې اړه جدي اقدام وکړو.

نوموړی زیاتوي، که لاسوهنه یقیني شي په پوتین به بندیزونه ولګول شي«موږ به په پوتین او هغه ته نږدې کړیو باندې د امریکاپه ټاکنو کې د لاسوهنې په سبب بندیزونه ولګوو.»

د امریکا یاد سناتور  د روسیې سربیره د نړۍ نور هیوادونه هم د امریکا په تاکنو په لاسوهنې تورن کړل، خو پدې اړه یې د کوم هیواد نوم وانخیست.

بارک اوباما د نیشنل پبلک رادیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د امریکا متحده ایالات په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه عمل کوي، دده په وینا چې د امریکايي کمپیوټرو په هک کولو او د هلري کلنټن د ایملیونو په افشا کولو کې د روسي مشر ولادیمیر پوتین لاس و او ددې سبب په ټاکنو د ټرمپ بریالي کول وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close