امریکايي پوځ د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه معلومات خپاره کړل

کابل.کام – د لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۷:

د امریکا دفاع وزارت د هغه امریکايي عسکر په اړه معلومات خپاره کړل چې تېره ورځ، شنبه (د لېندۍ ۳مه / د نومبر ۲۴مه)، په نیمروز ولایت کې تر ټپي کېدو وروسته په هلمند کې د سختو ټپونو له امله ومړ.

۲۵ کلن لېنډرو جېسو

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې ۲۵ کلن لېنډرو جېسو (Leandro A.S. Jasso) د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې له طالبانو سره په یوه مخامخ جګړه کې سخت ټپي شو، چې وروسته د تداوي لپاره د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ ته ولېږدول شو، خو د سختو ټپونو له امله ومړ.

لېنډرو جېسو په ۲۰۱۲ز کال کې د امریکا په پوځ کې شامل شوی و، او دا یې درېم ځل و چې افغانستان ته راغلی و.

دا په سږ ۲۰۱۸ز کال کې ۱۰م امریکایی عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.

اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۱۴ زره امریکايي عسکر مېشت دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close