امریکايي ځانګړي ځواکونه فراه کې څه کوي؟

امریکایۍ نیوزویک مجلې، د اګست په ۶مه، د ”امریکايي ځانګړي ځواکونه د افغانستان فراه کې څه کوي؟“ تر عنوان لاندې یو رپورټ خپور کړی دی.

په دې رپورټ کې ویل شوي چې د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه ډله د هېواد په لوېدیځ فراه ولایت کې مېشته شوې ده.

 فراه ته د امریکایی او ایټالوي ځواکونو ځانګړې قطعې رسیدلې

د دفاع وزارت د ویاند، محمد رادمنش، په خبره، دا امریکايي عسکر به په جګړه ییزو ماموریتونو کې برخه نه اخلي او له افغان ځواکونو به د مرستې، سلاکارۍ او روزنې ماموریت پر مخ وړي. تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره امریکايي ځانګړي ځواکونه فراه ته لېږل شوي دي.

رادمنش زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه به سیمه ییزو افغان ځواکونو ته د نویو وسلو د استعمال چل هم وروښيي.

نیوزویک وايي، فراه د افغانستان په لوېدیځ کې له ایران او له ناارامه هلمند ولایت سره پوله لرونکی ولایت دی. د ولایت مرکز، فراه ښار، د طالبانو یو مهم هدف دی.

په تېره مئ میاشت کې چې طالبانو پر فراه ښار ستر برید پیل کړ، افغان ځواکونو پر ښار د خپل واک ساتلو لپاره له طالبانو سره سخته جګړه وکړه. وسله والو د ښار ځینې برخې ونیولې، خو د امریکايي ځواکونو د بمبارۍ له امله بېرته له ښاره ووتل.

نیوزویک مجلې زیاته کړې، که څه هم رادمنش ویلي چې امریکايي ځواکونو به په جګړه کې برخه نه اخلي، خو په فراه ولایت کې د دوی د مېشتېدنې موخه د طالبانو له نورو بریدونو د ښار ساتل دي.

د مئ میاشتې تر ناکام برید وروسته، طالبان اوس هم د فراه ښار په څنډو کې حضور لري اوسیمه ییز افغان ځواکونه یې تر فشار لاندې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close