امریکا:کلیفورنیا کې لګیدلي اور “۴۲“ تنه وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۲)

د امریکا په کلیفورنیا آیالت کې لګیدلی اور لا پسې پراخ شوی او پراخ مالي او زیانونه یې اړولي دي.

دغه اور چې په تاریخ کې تر ټولو پراخ اور بلل کیږي ، له امله یې په یاد آیالت کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د کلیفورنیا آیالت د بحیرة الکاهل په ساحل کې له پرتو سیمو څخه ۱۵۰ زره کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې او د شاوخوا ١٠٠٠ کیلومتره مربع ځمکې په ګرداب کې په پراخه کچه ځنګلونه، شنې ځمکې او سوداګریز مرکزونه سوځیدلي دي.
دغه راز تر اوسه په دغه اورلګیدنه کې ۴۲ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د آیالت والي له واشنګټن څخه د مرستو غوښتنه کړې او په ټول آیالت کې یې بیړني حالت اعلان کړي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close