امریکایانو د خپل عسکر په غچ کې د بریښنا ستیشن نړولی، ۶ کارمندان یې وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)

راپورونه وایي چې وړمه شپه امریکایي ځواکونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا سیمه  کې پر طالبانو چاپه وهلې، چې له ځوابي غبرګون سره مخ شوي.
خبر زیاتوي، لسګونو امریکایي او داخلي عسکرو د چورلکو په مټ سیمه کې چاپه ووهله، چې د طالبانو له سملاسي غبرګون سره مخ او یو امریکایي ۱ کمانډو عسکر ځای پر ځای ووژل شول.
طالبان وایي، ګډو ځواکونو د تلفاتو تر لیدلو وروسته د بریښنا استیشن ته پناه وړې او هلته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي.
سیمیز خلکو رسنیو ته ویلي، افغان او امریکایي چارواکو په ګډه د برېښنا د اسټیشین ټولې ودانۍ ، د مامورینو یوموټر ، ۵ موټرسایکلونه او د برق د بیلونو(حسابونو) کتابونه سوځولي او د همدي اسټیشن ۶ تنه کارمندان یې په مخامخ ډزو شهیدان کړي دي.
دغه راز په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې درۍ تنه ټپیان او ۴ نور وژل شوي دي.

سیمیزې سرچینې وایي، ګډوځواکونو د بریښنا ۳ تنه مامورین ،۲ دکانداران، اویو بزګر (دهقان) له ځان سره دبندیانوپه توګه وړي .
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې هم امریکایي ځواکونو یو بازار په بشپړ ډول ونړاوو او شاوخوا ۳۰۰ دکانونه یې له خاورو سره خاورې او ۵ تنه دکانداران یې ووژل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close