امریکایان بیا هلمند ته ځي!

عاکف مهاجر

له کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل کړی له هغې ورځې تر اوسه هلمند د جګړې ډګر بلل کیږي او تل د جګړو ګرم میدان پاته شوی دی؛ امریکایان خپله دا مني چې نیم امریکایان په هلمند کې وژل شوي او نیم په نور افغانستان کې.

په تیره پنځلس کلنه دوره کې امریکایانو او زرګونو برتانویانو هلمند په ارام نه کړ خو اوس تیره ورځ امریکا بیا اعلان وکړو چې درې سوه عسکر به هلمند ته لیږي.

ایا اوس به یې په درې سوه عسکرو وضعیت ارام کړي کنه؟

دا او دې ته ورته پوښتنې د هر افغان په خوله کې ګرځي.

له یو طرفه امریکا او متحدین یې دعوه لري چې مونږ له طالبانو سره سوله غواړو بلخوا بیا خپل پوځي حضور زیاتوي؛ پوځي حضور او د خارجیانو شتون د جګړې د دوام په معنی دی، نه د جګړې د ختمیدلو په معنی ،خو ځینې افغانان بیا هم وایي چې طالبان سوله نه کوي.

سوله هغه څوک نه کوي چې په سوله کې یې ګټې قربانیږي، طالبان د سولې  تږي دي، سولې ته لیواله دي دپګواش غونډو او د ځوانانو لیدنې د قطر له استازو سره او دې ته ورته غونډو او مجلسونو عام ولس او سیاسیونو ته دا ثابته کړه چې طالبان سوله غواړی او سولې ته ژمن دي.

خو افغان حکومت دسولې په خبرو کې خپلواک نه دی او د ځینو ګټې د سولې قرباني کیږي او خارجیان دلته خپل  ګټې لټوي سوله نه غواړي د جګړې اوږدوالی په افغانستان کې د خپلو نورو حریفانو د ځپلو په خاطر غواړي .

دوی غواړي دسوریې پیښه دلته هم تکرار کړي؛ د دوی له کوره لرې د بل په کور کې خپله زور ازماینه وکړي او خپل قوت له خپل هیواد او ولس لیرې د بل په هیواد کې سره وکړي نور ولسونه د جګړې قرباني کړي او خپله یې تماشه وکړي.

راځئ افغانانو پخپله د سولې لار  ولټوو، د خارجیانو شتون ته د پای ټکی کیږدو، له افغانستان نه سوریه جوړه نه کړو، دسولې د غوښتونکو ملا تړ وکړو، تر څنګ یې ودریږو او څوک پرېنږدو چې د دوی مخه ونیسي.

 

په کابل ټکی کام کې  نشرشوي مقالې اوشعرونه د لیکوال خپل نظر وي دکابل ټکی د نظرتوافق ورسره شرط نه دي تاسوهم موږته په لاندې ایمیل ادرس خپلي لیکني او شعرونه راولیږئ

kabullnews@gmail.com

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close