امریکایان د افغانانو زغم او استقامت مات کړي دي

مونږ له پیله پر دې باور درلود چې یرغلګر او غاصب امریکایان به زموږ پر خاؤره ماتیږي او زموږ له مسلمانې خاورې به شرمساره او تور مخونه وځي

نعمان لطیف

مونږ له پیله پر دې باور درلود چې یرغلګر او غاصب امریکایان به زموږ پر خاؤره ماتیږي او زموږ له مسلمانې خاورې به شرمساره او تور مخونه وځي

که څه هم ۱۷ کلونه وړاندې پیل شوې جګړه دبېحده کمزوري او بېحده زورؤر ترمابین ؤه مګر کمزوري سره د ایمان زور ؤ او زورؤر له ایمان خالي او په ټېمانو باوري ؤ.

مانا دا چې جګړه دحق او باطل تر مابین ؤه او باطل که هر څومره زورؤر شي، ښکرؤر شي او لښکر لښکر شي؛ دحق پر وړاندې به ارو مرو ماتیږي البته دحق لښکریان به دحوصلې، صبر، استقامت او ثبات له ټولو پړاؤنو تېریږي او له دې پړاؤنو چې برېمن ووتل باطل یې پر وړاندې حتمي په ګونډو کیږي

موږ پدې جګړه کې دحق لښکریانو دصبر، زغم، استقامت، او ثبات زرګونه بېلګې ولیدلې. کابو هر هېوادوال مو دطالبانو د بې پایانه زغم عیني شاهد دی

لسګونه پلرونه او مېندې مو ولیدلې چې دری او څلور زامن یې په شهادت رسیدلي دی خو ددوی ارادې ماتي شوي نه دي بلکې لا زیاتې قوي شوي دي

یو پلار مې دڅلورم زلمي زوی په جنازه کې ولید، ډېر خاموش ؤ تر پښو لاندې یې مځکه ښوېدلې راته ښکارېدله. ګومان مې کاؤه لکه چې څلورم زوی یې حوصلې ماتې او قدمونه کاؤاکه کړل؛ په الله قسم چې همهغه سپین ږیری او دڅلورو شهیدانو پلار اوس په خپله سنګر ته ځي او راځي

زما د یؤه کلیوال شهید کونډه ده، تېره ورځ د یؤه شهید فاتحه کې راته وایي؛ عمر به خدای راباندې تېر کړي که په قرار وي او که په انګار، خو کله چې اختر شي او یا کومه خوشالي او ښادي وي بچیانو ته سخته ځورېږم. یو رانه چپلې غواړي بل بوټان، یو رانه جامپر غواړي بل بنیان…….

دا کیسې زموږ هر کلي او هر کور کې شته دی او د هېواد له هر وګړي سره مو اوس لسګونه دا رنګه داستانونه ذهن کې ثبت دي او هر یو ئې داسې دردناک او غمجن داستان دی چې کاڼي زړونه ژوړلای شي

رؤانې خونړۍ جګړې او انقلاب کې دصبر، زغم او استقامت داسې داستانو ثبت شول چې دصحابه کرامو رضوان الله اجمعین یادونه تازه کوي، دمېړانې او شهامت دلسګونو داسې داستانونو عیني شاهدان یو چې مسلمانانو ته دتېر عظمت او تللي برم یادونه ورتازه کوي

د یؤه یتیم ماشوم هغه خبره به مې ورځ تر قیامته له یاده نه ووځي چې په ډک مجلس کې ئې په غوسه راته وویل: زما پلار ته مړ مه وایه! هغه شهید دی او شهیدان ژوندي. زما پلار ژوندی دی، اختر ته کور ته راځي

دخبرو مېز ته دمغرورو امریکایانو حاضرېدل د الله عزوجل خصوصي مرسته او د افغانانو د بې مثله صبر او استقامت نتیجه ده.

دشکر او شکرانې شېبې دي چې پخیر دګلالیو شهیدانو وینې رنګ راوړي، دلولپه جسدونو نیمګړي او نیمه خوا ارمانونه تکمیلیږي، دیتیم پر شونډو دحالاتو دڅرخ سره موسکاوې منډې وهي

دخبرو مېز ته دسرکښه امریکایانو حاضرېدل غلامانو ته له ځانه سره دا پیغام لري چې ظلم تر ابده دوام نه لري، چاچې دمظلوم په ډبولو کې دظالم سره مرسته کړې ده دمظلوم په ازار ئې بازار نه ده موندلی، بلکې دوخت او حالاتو څرخ خړمخونه او تاوانیان دمظلومانو پښو ته غورځولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close