امریکایان په بایللې جګړه ځان نه وژني

 خاموش

لوستونکو ته به یاد وي، کله چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ، کمونستانو به ویل د سره سېلاب مخه څوک نه شي نیولای. کمونستانو به سور سېلاب د روسیې د اکتوبر انقلاب ته وایه او په افغانستان کې به یې د ثور د ۷مې کودتا د سور سېلاب ثمره بلله.

روسانو ته به چې د جګړې قومانده ورکړل شوه، بیا به یې د سره سېلاب په څېر هدف ته ځان رساوه او په غیرشعوري توګه به د مرمیو په باران ورګډېدل. دا د روسانو ایمانداري نه وه، د هغوی د قوماندې اجرا وه، ځانونه به یې وژل. د زرګونو روسانو جسدونه په افغانستان کې تر خارو لاندې پاتې شول- روسانو به د خپلو وژل شویو پوځیانو جمپرونه له ځان سره وړل چې د وژل شویو حساب پرې وکړي.

روسان په رښتیا بې عقله وو. روسي پوځیانو ته څرګنده وه چې له افغانانو جګړه نه شي ګټلای، خو بیا یې هم ځانونه وژل. روسانو د جګړې تاکتیک نه درلود. یو ځل به چې ورته خپل قوماندان په مخابره کې په روسي ژبه وویل (په منډه شه،) بیا به په منډه وو. خو له جګړې وروسته به روسي څرخي الوتکو یواځې د پوځیانو جمپرونه له ځان سره یووړل.

روسانو په بایلله جګړه خپل سر او مال دواړه وبایلل. له کوم افغان دوکانداره به یې چې سګرټ رانیول، وبه یې پوښت – سکولکه، اعته، سئؤیت (د دې بیه څو ده؟)

روسانو جګړه پخپله کوله. د جګړې قوماندان به یې د جنګي خریطې د نقشې جوړولو مشوره له افغان نظامیانو اخیسته. د عملیاتو له پیله مخکې به یې افغان صاحب منصبانو ته ویل – مني، توژه نه ګیت (زه لارښود ته اړتیا لرم.)

خو امریکایان تر روسانو ځانونه هوښیار ګڼي، نه د سر تاوان کوي او نه د مال. بلکې غواړي په افغانستان کې روانه جګړه د افغان پوځیانو او ملکې وګړو د سر او مال په تاوان روانه وساتي. ځکه خو د جګړې پر مهال افغان پوځیان د سپر په توګه استعمالوي او ځانونه ساتي.

روسانو په افغانستان کې د کمونستي رژیم د پایښت لپاره میلیاردونه روبله تاوان وکړ او زرګونه پوځیان یې په افغانستان کې تر خاورو لاندې پرېښودل. اما، امریکایانو له افغانستان سره په شویو مرستو کې، له قراردادیانو سره په شرکت بېرته میلیاردونه ډالر یووړل، او پر ځای د دې چې ځانونه له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې ووژني، افغان ملي اردو ور مخ ته کوي او د سپر کار ترې اخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close