امریکایي استازې له غني او اتمر سره په جلا جلا توګه کتلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۴)

د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې “آلیس ویلز“ په ارګ کې له جمهور رئیس غني او په یوه ځانګړې لیدنه کې یې له پخواني استخباراتي مشر حنیف اتمر سره کتلي دي.

ویلز له جمهور رئیس غني سره داځل د سولې پرځای د چابهار بندر موضوع یاده کړې او په دې تړاو یې د امریکا له موخو خبر کړی دی.

امریکا چې سر له نن څخه پر ایران د تیلو د صادراتو سخت بندیزونه وضع کوي، ښایي له امله یې افغانستان او ځینې نور هیوادونه هم اقتصادي زیان وویني.
ارګ نه دي ویلي، چې د چابهار بندر د برخلیک په تړاو امریکایي استازې کومه غوښتنه ورڅخه کړې، خو یو شمیر سرچینو ویلي چې امریکا د دې بندر د بندیدو پلان لري.
دغه بندر چې د هند او افغانستان تر منځ اقتصادي ترانزیټي پُل شمیرل کیږي، ښایي په بندیدو سره یې زیان یواځې افغانانو ته واوړي.
بل پلو د ملي امنیت د شورا پخواني مشر حنیف اتمر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې آغلې ویلز له نوموړي سره هم لیدلي او د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو او د سولې په تړاو یې ورسره مهمې خبرې کړې دي.

نوموړي د خبرو جزئیات نه دي په ډاګه کړي، خو وار له مخه ځینو هیوادونو په ځانګړې توګه امریکا هڅې پیل کړې څو راتلونکي جمهوري ریاست ته هم د تیر په څیر هغه کسان راولي چې د دوی ګټو ته ژمن وي.
څو میاشتې وړاندې امنیتي سرچینو په ډاګه کړې وه ، چې امریکایي چارواکي د جمهوري ریاست پر نوماندانو هغه لیک لاسلیک کوي چې په کې د جمهوري ریاست نوماندان د امریکا د ګټو خوندیتابه او امنیتي تړون ته په ژمنتیا مکلف ګڼل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close