امریکایي الوتکو په کندز بمباري کړې

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴

راپور: فرید احمد

امريکايي جنګي الوتکو کندز ښار او شاوخوا سیمو درنې بمبارۍ پيل کړي دي.
زمونږ همکار له کندز څخه خبر راکوي چې سهار وختي شپږ بجې د چهاردې په سیمه هم امریکايي الوتکو بمباري کړې ده خو ځاني زیان یې ندی اړولی.

امريکايي الوتکو وروسته له هغې پر کندز بمبارۍ پيل کړې، چې تېره ورځ ناوخته طالبانو د کندز مرکز او شاوخوا سيمې په بشپړه توګه ونيولې.

د امريکا دفاع وزارت ویلي دي چې امريکايي الوتکو دا بريدونه د افغان حکومت په غوښتنه پيل کړي او دوی سره دا وېره هم وه، چې طالبان به د خپلو پرمختګونو په ترڅ کې پر امريکايي قرارګاوو هم بريدونه وکړي او د دوی عسکرو او نظامي تاسيساتو ته به زيانونه واړوي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي رسنیو ته ویلي دي چې کندز ته یې تازه دمې قواوې استولي او په جګړه بوختې دي چې بعضې سیمې یې له طالبانو بېرته نیولي دي.
طالبانو د دولت دا رپورټونه رد کړي او وایې چې نږدې ده بالاحصار او میدان هوایې یې هم لاس ته پرېوځي.
طالبانو سهار وختي په کندز کې د ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړ او په ښار کې نورمال حالت اعلان شوی دی، او له طالبانو له خلکو غوښتې چې خپل کاروبار ته دې ادامه ورکړي، او د امنیت پوره ډاډ یې ورکړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close