امریکایي او روسي مشرانو ګډې ناستې پیل کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۴)

څو ګړۍ وړاندې د روسیې او امریکا ولسمشرانو د فنلنډ هیواد په هلسینکي ښار کې ګډه ناسته پیل کړه چې لومړی د دواړو هیوادونو جمهور رئیسانو د نورو چارواکو له حضور پرته دوه په دوه غونډه وکړه چې یواځې ۲ ژباړونکو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.

د روسیې ولسمشر له دې ناستې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې له ټرمپ سره به د امریکا -روسیې پر اړیکو او نړیوالو مسائلو ګډ بحث وکړي.

ټرمپ هم دا ناسته مهمه وبلله او په خبره یې چې دواړه هیوادونه به په سیاسي، پوځي او اقتصادي مسایلو او تر څنګ یې د چین هیواد په هکله چې اوس وخت کې د امریکا او روسیې سره لوی سیال بلل کیږي، خبرې وکړي.

ټرمپ وویل، روسیه او امریکا د نړۍ ۹۰ سلنه اتومي وسلې لري نو اتحاد یې هم ضرور ده خو موږ لا هم ښې اړیکې نه دي پاللې.
ټرمپ زیاته کړه، له پوتین سره څو مهمې ناستې لري او په ډیرو مسایلو ورسره بحث کول غواړي، تر خبري کنفرانس وروسته دواړه یو خونې ته لاړل او د رسنیو له حضور پرته یې د لوړې کچې د مهمو خبرو د پیل غونډه وکړه چې دوه ساعته یې دوام وکړ، ټرمپ تر خبرو وروسته وویل “ښه پیل وو“.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاروف سره خبرې پیل کړې.

د ټاس خبري اژانس خبر ورکړی چې د دواړو هیوادونو د وزیرانو دا ناسته د ټرمپ او پوتین له ناستې سره هم مهاله ترسره شوې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close