امریکایي جنرال:که امریکا د طالبانو د اوربند وړاندیز منلی وای، ښایي ماتې یې نه وای خوړلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)

لوړ پوړي امریکایي جنرال “ډونالډ بالدوچ” له یاهو نیوز سره په مرکه کې ویلي ، تریخ حقیقت دا دی چې باید ومنو ، امریکا په افغانستان کې سخته ماتې خوړلې.
 
نوموړي ویلي،  طالبانو د امریکا تر اشغال وروسته جګړه نه غوښته خو امریکا هغوی نه پریښوودل او دپه یو مخیز ډول یې د هغوی له منځه وړل  غوښتل چې دا ستراتیژي امریکا ته خورا په لوړه بیه تمامه شوه او د زرګونه پوځيانو د قربانۍ سربیره یې څو تریلیونه ډالر په اوبو لاهو شول.

هغه وایي،  امریکا به اوس هر هغه څه ترسره کوي چې طالبان یې فرمایش ورکوي، ځکه هغوی اوس نظامي لارې ټولې و ازمایلې او د دیپلوماسۍ یواځنۍ وروستۍ هیلې ته یې سترګې دي.

بالدوچ د امریکایي پوځیانو د دندو پر مخ وړل   مثبت بللي خو زیاته کړې یې ده ،چې  په دې برخه کې د امریکایي مشرانو ستراتیژي د ملاحظې وړ ده او هغوی د خپلو پوځیانو د ژوند ژغورلو لپاره هیڅ نه دي کړي.

نوموړي ویلي،  په افغان جګړه کې یې تر خپل امر لاندې سرتېري لیدلي چې وژل شوي دي، نو ځکه د امریکا د شرموونکې ماتې دا تریخ حقیقت هم درک کولی شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close