امریکایي جنرال: په افغانستان کې د خپلو هیوادونو د امنیت غم راسره دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۸)

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال اسکاټ میلر وایي، په افغانستان کې یې د پوځي حضور موخه د افغانانو د امنیت ساتنه نه، بلکې د خپل هیوادونو د خوندیتابه هیله ده .

میلر وایي،دلته ټول بهرني سرتېري د خپلو هېوادنو د ساتلو لپاره حضور لري تر څو له افغانستان څخه د داعش او القاعدې په نوم وسلوالو ډلو له خوا د متوجه ګواښ مخه ونیسي.
میلر وایي، تر هغو به یې ځواکونه دلته شـتون ولري تر څو چې د داعش ډلې خطر په ټولیز ډول نه وي ختم شوی.
که څه هم امریکا تر ډیره د داعش ډلې پر ملاتړ تورنه ده خو میلر بیا د دې ډلهې فعالیتونه په افغانستان کې د خپل پوځې شتون لپاره د پلمې په توګه یادوي.

اسټین میلر وایي؛ په افغانستان کې زمونږ د حضور اساسي علت دا ده چې په دې هیواد کې د خپلو هېوادونو د ساتلو لپاره حضور لرو.
نوموړي د افغان سرتیرو د قربانیو یادونه هم کړې چې په وینا یې دا تر ټولو زړور او با استعداده ځواکونه دي چې د نړیوالو د ګټو د خوندیتابه لپاره هر راز قرباني ته تن ورکوي.

نوموړی د افغان ځواکونو تجهیز او روزنه د امریکا مسؤلیت بولي او زیاتوي چې همدا ځواکونه دي چې د نړیوالو ځواکونو د دفاع په لاره د دښمن پر مخ کې سپر دي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close