امریکایي جنګی الوتکو په سوریه کې“فسفري“بمونه اورولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۹)

د لویدیځو رسنیو له راپورونو سره سم، امریکایي الوتکو د سوریې په “دیرالزور“ ښارګوټي لوی فسفري بمونه غورځولي

رویټرز خبري اژانس د روسي پوځ له قوله ویلي، تیره ورځ دو امریکایی F15 الوتکو د دیرالزور ښار په “هیجن“سیمه کې د عامه بربادۍ لپاره کاریدونکي لوی فسفري بمونه چې کارونه یې په نړیوالو قوانینو کې ممنوع ده،اورولي.

رویټرز ویلي، یادو بمونو پراخې سیمې سوځولې او ګڼې ورانۍ یې رامنځته کړې دي.

دیرالزور د عراق له پولې سره نږدې پروت ښار دی چې د امریکا په ملاتړ کرد یاغیان یې پر ځینو سیمو کې حاکم دي.
امریکا غواړی له هرې ممکنه لارې د یادو وسلوالو حمایت وکړي.
دا بمبارۍ داسې مهال کیږي چې تیره ورځ روسیې د سوریې په بل ښار “ادلب“ کې بیلري بمونه وغورځول چې لسګونه ولسي خلک په کې ووژل شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close