امریکایي ستراتېژي

نعمان لطیف

د امریکا خارجه وزیر مائیک پومپیو څو ورځې وړاندې د امریکا سنا مجلس ته د افغانستان دحالاتو په تړاو وویل
د افغان طالبانو سره به دمذاکراتو لپاره له نوې حکمت عملۍ کار واخلو
ورته څرګندونې په جګړه کې دښکېلو امریکایي جنرالانو له خولې هم اورېدلای کیږي خو په لیږ تفاوت سره

نوی حکمت عملي څه ده؟!
په لومړیو کې دوی ګومان کاؤه چې د ټرمپ جګړئیزه ستراتېژي به دسختو او ړندو بمباریو په مټ دطالبانو بېخ وکاږي او دمقاومت کچه به صفر ته کښته کړي خو تر سختو او وژونکو بمباریو وروسته امریکایان وپوهېدل چې یواځې جګړه مؤثره نه ده او ترڅنګ یې له سازشونو کار اخېستل پکار دي

تر دې مخکې لومړنۍ سازش امریکایي جنرال پیټریاس په لار اچولی ؤ؛ داسې سازش چې ګټې پکې په امریکایانو سربېره د یو څو بدمخو وې خو دکور په کور دښمنیو برخه دخوارو افغانانو په نصیب شؤې. هغه مهال هم طالبانو په ولس ږغ وکړ چې پاڅون نه ده لمسون ده ځان ترې وساتئ، اما چا یې په خبره غؤږ ونه خوځوو

دپاڅون په نوم لمسون چې اوسمهال یې پاڼه ژېړه ده، پیټریاس منفک دی او د سر نفر یې کابو ختم دي؛ دبدیل په توګه یې دنورو سازشونو ترڅنګ دپرلت ږغ پورته شو

طالبان دپاڅون په څېر پرلت ته هم څه موده انتظار وکړ، هر اړخیز معلومات یې ټول او ترلاسه کړ او پس له هغې يې په ولس ږغ وکړ چې هېوادوال دې له پرلت ځانونه وژغوري، پرلت او….. د مات شوي غرب او امریکا استخباراتي پروژې دي چې دمقاومت او جهادي داعیې پر ضد په لار اچولي شوي دي

په افغانستان کې د اندلس ( اوسنۍ اسپانیا ) دسقوط تجربې تکرارېږي؛ موږ مسلمانانو دخپل زوال عوامل هېر کړي دي اما کفارو زموږ دمحکوم کؤلو تجربې ذهن کې ساتلي دي او وقتاً فوقتاً استفاده ترې کوي
موږ که اندلس کې دمسلمانانو د زوال او سقوط عوامل وڅېړو، له شک پرته ویلی شو چې روان سازشونه یې تکرار دی

هلته ولس ته دا ذهنیت ورکؤل کېده چې دجګړې عمده عامل دبدر بن مغیره چیریکیان دي
په صلیبي پوځونو ددوی دخرپ ترپ برېدونه صلیبي پوځیان غوسه کوي چې زور یې بیا له تاسو (یعنې مسلمان رعیت) څخه کاږل کیږي او دلته هم همهغه ذهنیت ولس ته ورکولای کیږي

هلته به صلیبیانو څو تنه علماء کرایه کړه او دملت منځ ته به یې واستول؛ هغوی به لومړی دجهاد په موضوع مفصل وعظ وکړ
بیا به یې دځېنو کشرانو مجاهدینو دکمزوریانو او تېروتنو په استفاده جهاد او مجاهد تر برید لاندې ونېو

دمقاومت دزعامت او کړنو په اړه به یې دذهنیتونه دتخریب ورکړل شوی پلان په ډېر مکر ولس ته وړاندې کړ؛ دلته هم همهغه کیسه روانه ده. علماء ور وغواړي، نه له طرحې خبر وي او نه دموضوع په سر او بېخ؛ خو رسنۍ اعلان وکړي چې زرګونه علماؤو مقاومت وغانده او روان مقاومت یې فساد او بلواک وباله

د اندلس پای ټولو ته څرګند دی؛ مقاومت په ډېر هنر له منځه یوړل شو اما د اندلس مسلمان ولس ښه ورځ ونه لېدله. له کورونو داسې ذلیل وشړل شؤه چې پرته له اوښکو بل هیڅ ورسره نه ؤ او د مسلمانانو دبرم ټاټوبی نن دعیسایانو تر ټولو ستر مرکز دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close