امریکایي سفیر:اوس ټول امریکایان پر دې باور دي چې افغان جګړه،نظامي حل نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۵)

په کابل کې د امریکا سفیر “جان باس“ وایي، اوس امریکا هم پر دې قانع شوې چې په افغانستان کې روانه جګړه له نظامي لارو نه شي ګټلی.

نوموړي دا خبرې په ممبیي کې د افغان- هند په ګډ سوداګریز نندارتون کې کړې او زیاته کړې یې ده چې، “د امریکا په اوسنۍ اداره کې هیڅ چارواکی په دې باور نه لري چې روانه جګړه به نظامي حل لاره ولري“
جان باس ویلي؛ اوس باید پر سیاسي لارو تمرکز وکړو او سیاسي حل لاره د پاکستان په ګډون د ټولو ګاونډویو هیوادونو په ګټه ده.

امریکایي سفیر له اکانمیک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، سوداګریزې اړیکې کولی شي، د هیوادونو په ارتقا کې مهم رول ولوبوي او دا هیلې د جګړې په ډګرونو کې نه شي ترلاسه کیدلی.

نوموړي د چابهار بندر ته هم اشاره وکړه چې په وینا یې، امریکا پر هند فشار وارد کړی څو له ایران سره اړیکې وشلوي، چې په دې توګه به د چابهار بندر چارې هم په ټپه ودریږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close