امریکایي سناتور: ټرمپ ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اجازه نه ورکوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۴)

د امریکا سنا جرګه کې یوه استازي ویلي، ټرمپ ته به اجازه ورنه کړي څو له افغانستان څخه تر وخت وړاندې خپل ځواکونه راوباسي.

په سنا جرګه کې د وسله والو ځواکونو د کمېټې مشر جیمز انهافې وایي، دوی نه غواړي افغانستان بې سرنوشته پریږدي او خپل ځواکونه له دغه هیواد څخه راوباسي.
هغه ویلي، مونږ به حالات ارزوو او بیا به پریکړه کوو.

هغه خبرداری ورکړی، که د ځواکونو د ژر رایستلو خبر مطرح شوه نو د امریکا په دفاعي بودیجې او ددفاع سرپرست وزیر ته د تایید رایې په ورکړه کې به خنډونه جوړ کړي.
نوموړي دغه راز پر دفاع وزیر پټریک شاناهن باندې ژغ کړی چې که یې د ځواکونو د ایستلو تر وخت وړاندې پریکړه وکړه، دوی به ددفاعي بودیجې د ځنډولو او په هغه کې د ستونزو جوړولو هڅه هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان او امریکایي مشران په اصولو کې د بهرنیو ځوکونو پر وتلو سلا شوي او ښایي ژر پریکړه اعلان شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close