امریکایي چارواکي: په افغانستان کې د دایمي حضور تمه نه لرو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۷)

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس تیره ورځ په واشنګټن کې د امریکا د پوځ د لوی درستیز جوزف دنفورد سره په یوه خبری کنفرانس کې د افغانستان په هکله هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل، حالاتو ته په کتو سره پریکړه کوو چې افغانستان زمونږ پاتې کیدل ، راته په ګټه که تاوان دي.
” زه نشم ویلی چې آیا موږ به پنځه کال وروسته هم په افغانستان کې ځواکونه ولرو؟ موږ باید انتظار وکړو او حالاتو ته وګورو، دا مسایل په حالاتو پورې تړلي دي“

نوموړی وویل، مونږ هر ځای خپلې ګټې څارو او بیا پریکړه کوو “ اوس هم زمونږ په ګډون د ناټو د ۳۹ غړي هېوادونو پوځونه هلته د ملګرو ملتونو له لوري د یو پېژندل شوي حکومت په ننګه ماموریت مخ ته وړي او هغه کسان چې دا حکومت نه مني له منځه یې وړي“
خو د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف ډانفورډ په ډانګ پییلې توګه وویل چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د افغانانو د امنیت د خوندیتابه په موخه نه دي میشت ” موږ د جنوبي اسیا په هیوادونو کې خپلې دایمي ګټې لرو. دیپلوماتیکې او امنیتي ګټې لرو. موږ به د خپل نفوذ د ساتلو لپاره په سیمه کې پاتې یو.
نوموړي څرګنده کړه ، اوسنی حضور مو د دائمي شتون په معنا نه دی.

امریکایي چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د خپل دایمي حضور ادعاوې ردوي چې تازه یې د یوې سیاسي روغې جوړې او دیپلوماتیکو هڅو منډې ترړې پیل کړې او غواړي د سولیزو مذاکراتو له لارې دې لویې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close