امریکایي ډالر یوځل بیا د افغانیو پر وړاندې پورته شو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۲)

نن یوځل بیا د تیر په څیر د کابل په بازارونو کې د ډالرو ارزښت پورته ولاړ او افغانۍ نوره هم ښکته ولویده.
که څه هم پر افغانستان د نړیوالې ټولنې له خوا هیڅ کوم بندیز شتون نه لري، خو سوداګر وایي دې چارې حیران کړي .
نن د کابل په بازارونو کې د یو امريکايي ډالر بیه ۷۴ افغانۍ وه.
د کابل صرافانو شورا ویاند مجید احمدزاده وایي، د مرکزي بانک لخوا بازار ته د ډالرو په عرضه کولو کې کمی د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو د لوړېدو لوی لامل دی.

نوموړی وایي، نا امنۍ هم د دې لامل شوې چې خلک خپلې لویې سوداوې په ډالرو وکړي چې د ډالرو د بیې په لوړوالي کې اثر لري.
په یو بل خبر کې ویل شوي ، چې د هرات په ښار کې د جعلي پیسو چاپ زیات شوی او خلک کله نا کله په جعلي لوټونو راکړه ورکړه کوي.
د یاد ولایت د ولایتي شورا غړی توریالی طاهري وایي، نن په همدې تړاو په یاد ولایت کې سوداګرو او مسؤلینو ګډه غونډه وکړه او په دې تړاو لازم تصامیم ونیول شول.

د ولایتي شورا یو بل غړی نوراحمد حیدري د جعلي پیسو د راتګ په تړاو وایي، چې د دا ډول جعلي چل ول ډیری قربانیان د ټولنې فقیر وګړي او بې سواده ښاریان دي.

نوموړی زیاتوي، له ګاونډیو هیوادونو څخه قاچاقبران هڅه کوي داسې نوټونه وارد کړي چې له اصلي هغو سره یې هیڅ کوم فرق نه وي او په اساني سره ورباندې عام دکانداران او آن صرافان غلطولی شي.
خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا دا نه مني چې په جعلي پیسو دې راکړه ورکړه روانه وي خو د جعلي نوټونو د راتګ خبر هم نه ردوي.
نوموړی وایي، د کال په وروستیو شپږو میاشتو کې نږدې ۳۰ تنه جعلکاران نیول شوي او دا لړۍ روانه ده.
نن دوشنبه د کابل په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه په دې ډول وه.

1-دالر ———————73.70
1-یورو ——————– 85
1-پوند ———————94.50
1ـ د سویس فرانک ———–72.60
1- استرالیاوي ډالر ————-51.60
1- کانادایي ډالر————— 55.50
1- نیوزیلاندي ډالر———–48.60
1-د ډنمارک کرون ————- 11
1-د ناروې کرون ————–8.50
1- د سویدن کرون ————-7.80
1- د سعودي ریال ————–19.40
1- د اماراتو درهم ————- 19.90
1-قطر ————————19.25
1- د کویټ دینار —————-237
1- لیره ——————11.60
1- ین ———————10.70
1- سامانی ———— 7
1- روبل —————– 1.10
۱۰۰۰ هندۍ روپۍ —————– 1055
۱۰۰۰ ایراني تومن—————6.5
۱۰۰۰ جاپاني ین —————— 630
۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې ————585
یورو په دالر ——————— 1.1550
پوند په دالر ——————— 1.2850
هندی کلدارې په دالر ——————— 69.50
تومان په دالر ———————11300
پاکستانۍ کلدارې په دالر ———————–125.90

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close