امریکایي ګواښ

کابل ټکی کام ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۴ سرلیکنه د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ په شوي تړون کې راغلي چې هېڅ افغان چارواکۍ حق نلري چې امریکايي جرايم وغندي او یا یې په ضد اعتراض وکړي. تېره ورځ د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ شلتن دره کې امریکايي ځواکونو درنه بمباري وکړه چې په نتیجه کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله. له دې څخه وروسته د پکتیا په زرمت کې ملکي سراچه موټر په نښه شو چې ولسمشر پرې هېڅ سر ونه ګراوه. له دې مالومېږي چې افغان چارواکې تړون ته ډېر متعهد او وفادار دي، نو ځکه یې هم د لوګر بېښه ونه غندله. د دې تړون یوه ماده داسې وایي: د تړون له تصویب وروسته هر لوری که وغواړي چې تړون لغو اعلان کړي نو باید مقابل لوري ته دوه کاله مخکې خبر ورکړي. پدې اوږده موده کې به زمونږ کمزوری او خوارکی لوری څه وکولای شي؟ خو که امریکایانو ته بالفرض وویل شي چې تړون مات دی تاسو فکر وکړئ، په دې فرضي دوه کاله موده کې به مو امریکایان نور څومره د غم په ټغر کېنوي. د لوګر بمباري که څه هم نوي پېښه نده او که شاليد یې وګوروپه لسګونه ځلې داسې ناروا پېښې منځ ته راغلي دي.  د داسې پېښو په خلاف به هغه پخواني ولسمشر بیا هم د هندي کفترو په شان یو تېز قهرېدلی غمبر واهه خو هرچا به دا د کرزي په چرسي نشې ولاړه لاپه یا ګپه بلله. په هرحال امریکا غواړي په سیمه او آن په ټولو اسیایي هېوادونو کې اسلام ضد قوتونو اوجګړو ته وده ورکړي، او په همدې موخه په افغانستان کې تر یوې نامالومې مودې پاتې کېدل غواړي.  د یوه راپور له مخې امريکا په افغانستان کې هره ګړۍ لس میلیونه ډالر لګښت لري، خو دا سوال يې نه دی ځواب کړی چې دا لګښت په څه او ولې دی؟ او دا د افغان استخباراتي ادارې یو مسلم حق دی چې ددې پيسو پوښتنه وکړي چې دا چېرته لګېږي، خو دا کار به هلته شونی وای چې تش په نامه افغان ادارې خو د افغانانو خپلې وای. خو بعضې هاغه متجاهل وګړي چې د قدرت واګې یې په لاس کې نیولي، پدې فکر کې دي چې څنګه وکړای شي چې امریکا ته دلته تل پاتې نظامي اډې ورکړي ترڅو دوی د وسلوالو مخالفینو په خلاف لا حمایه شي. هغوی د دنیا د یو څو ورځو لنډ غري دومره غولولي چې نه یې عقل ورپرېښی او نه هم شعور. خو نن چې په افغانستان کې داسې پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي، او هر وګړی او هره ګټه په نښه کیږي په خلاف به یې څوک اواز اوچتوي، پداسې حال کې چې د ښارونو خلک یې په ژبني، سمتي اختلافاتو دومره ګرم ساتلي چې هرڅه یې ترې هېر کړي او هر نامشروع عمل ته د ژبې د مردارې انګېزې په وجه مشروع او هر مشروع ته نامشروع ویل خپله هوښیاري بولي. نو اوس هر هغه چا چې د امریکایي غلامانو هره خبره او عمل تأیید کړی او د ملت ګټو ته یې شا کړې وه، او یا یې سر ندی پرې ګرځولای، په یوه داسې دام کې ګېر شوي دي چې هم الله پاک ته او هم ملت ته مسؤل دي، نه خو امنیتي تړون لغو کولای شی او نه یې هم نور زغملای شی، امریکا اوس دا قسم کړی چې تاسو او ستاسو ګټې به په نښه کوي، او ښاغلي صبغت الله د همدې تړون لاسلیک کولو لپاره هجرت هم کاوه. په هرحال، اوس خبره یو ناڅرګند پړاو ته روانه شوې ده، په داسې افغان وژونکو پروژو کار روان دی چې په افغانانو به د لوګر د برکي برک پېښې ډېرې ژر هېرې کړي. او له دې حالت څخه د خلاصون یواځینۍ لاره داده چې د یوه داسې افغان شموله سوچه اسلامي نظام ملاتړ وکړي چې په راس کې یې داسې کسان وي چې د تېرو شلو کلونو په موده کې یې ځانونه مسلمانان او د افغانستان په درد دردمن ثابت کړي وي، او که نه نو  افغانان دې د یوه داسې حالت انتظار  وباسي چې نه به سر وهلای شي او نه هم پښې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close