امریکایی جنرال: د افغان دولتي ځواکونو تلفات ’مخ پر زیاتېدو‘ دي

کابل.کام – د تلې ۱۳مه، ۱۳۹۷:

یوه لوړپوړي امریکايي جنرال ویلي چې په تېر ”سخت او خونړي“ پسرلي کې افغان دولتي ځواکونو له طالبانو سره په جګړه کې درانه تلفات لیدلي دي.

د اسوشیېټد پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان، جنرال جوزف ووټل، تېره ورځ، پنجشنبه، په پنټاګان کې خبریالانو ته وویل چې د افغان ځواکونو زیاتېدونکي تلفات په کابل کې د نوي ټاکل شوي امریکايي قومندان، جنرال سکاټ میلر، لپاره ”د اړینې پاملرنې موضوع ده“.

جنرال ووټل ونه ویل چې سږ کال څومره افغان دولتي ځواکونو وژل شوي، خو د افغان چارواکو له لوري په ورکول شوي ډاډ یې ویلي چې دا به پر دولتي ځواکونو منفي اغېز ونکړي. ”افغان چارواکو ویلي چې دا تلفات به دوی ونه وېروي. “

کله چې له ووټل پوښتنه وشوه چې آیا د تېر ۲۰۱۷ز کال په پرتله د افغان ځواکونو تلفات زیات شوي، ووټل وویل، ”زما د معلوماتو له مخې زیات شوي دي.“

اسوشیېټد پرس اژانس په خپل خبر کې ویلي، په کابل کې د امریکايي پوځ قومنداني د افغان حکومت په غوښتنه دولتي ځواکونو ته اوښتي تلفات نه خپروي. که څه هم افغان حکومت ټینګار کوي چې تلفات زغملای شي او د ځواکونو پر مورال یې منفي اغېز نه پرېباسي، خو د ووټل څرګندونې ښيي چې خبره د اندېښنې وړ ده.

ووټل افغان دولتي ځواکونو ته د زیاتو تلفاتو اوښتو لامل پر کمزورو دفاعي پوستو د طالبانو بریدونه بللي دي، کومې چې طالبان هره ورځ په بریالیتوب سره هدف ګرځوي او پکې ناست دولتي عسکر وژني. د ووټل په خبره، ”موږ چې کله افغانانو ته اوښتونکو تلفاتو ته وګورو، نو زیاتره لامل یې دا دفاعي او ولاړې پوستې بولو، چې دوی یې په ملاتړ کولو کې له مشکل سره مخ دي.“

ووټل وايي، امریکا له تېرو شپږو کلونو راهیسې پر دې خبره د افغان چارواکو د قانع کولو هڅې کوي چې له کلیوالو پوستو راپر شا شي، خو افغان چارواکو دا خبره رد کړې او وايي چې د ښارونو د ساتنې لپاره د دې پوستو ساتل اړین دي.

څو میاشتې وړاندې، امریکايي چارواکو ویلي و چې افغان لوري ته یې له کلیوالو سیمو د پوځونو ایستلو امر کړی دی.

د دې ګام اخیستلو اصلي لاملونه د دولتي ځواکونو د تلفاتو راکمول او په مهمو سیمو کې له عسکرو استفاده بلل شوي دي.

جنرال جوزف ووټل داسې مهال د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو خبرې کوي چې اوس مهال، د افغان چارواکو په خبره، هره ورځ ۳۰-۴۰ دولتي عسکر وژل کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close