تبصره : سراج الاسلام (وفامن)
امریکا ولسمشر ادعا څرګنده کړه چې په افغانستان کې له ۲۰۱۶م څخه ورسته به هم په زرګونو شمېر امریکايي سر تېرې پاتې وي ستونزه همدغه ده. که چیرې امریکا څرګنده کړای وای چې مونږ نور جګړه نه غواړو اوله افغانستان څخه خپل سرتیرې وباسونو طالبانو به هم په خپل دریځ بیا کتنه کړای وای اوله افغان حکومت سره به یې دسولې خبروته لارې چارې سنجولې وای نو اوس خو طالبانوهم داو باما ددریځ په مقابل کې خپل جهادي دریځ څرګند کړ اوڅرګنده کړه چې تر څو یو امریکايي سرتېری په افغانستان کې شتون ولري نو سولې خبرې شونتیا نه لري او زمونږ جهادي مبارزه به روانه وي افغان حکومت واک نه لري او ورسره خبرې کول دوخت تاوان دي که چېرې وکتل شي امریکا په خپلو سیا ستونو کې تل دچل دوکې او ناغیړۍ څخه کار اخستي دی ، دامریکاله ورستیو څرګند ونو څخه جوتیږی چې دافغانستان دستونزې حل نه غواړي بلکه پرجګړې ټینګار کوي.
که مونږ تېرو ۱۴ کالونو ته ځير شو نو دافغانستان په جګړه کې په زرګونو امریکايې او ناټو سرتیری وژل وشوی چې دا دافغان تاریخ یوبل څپرکې دی ځکه چې افغانانو هیڅکله ښکیلاک لاندې حکومتونه نه دی منلې او نه به په دي به راتلووکي کې ومنې.
امریکا ته پکار دی چې په سړه سینه فکروکړي او دافغانستان دستونزې دحل یوازنۍ لارې ته سر ښکته کړي او هغه له افغانستان څخه د امریکا يي ځواکونو وتل دي .
نو بیا له نورو افغانانو سره دسولې خبري ، دافغانانوترمنځ دخبروله لارې کیدای شي.
افغانان هیله من وو چې امریکا به له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو خبره کوي خو په افغانستان کې دسرتېرو دپه پاتې کیدو افغانان نا هیلې شول اواراده لری چې خپل سپڅلی مبارزې ته دوام ورکړل .
تر څو چې امریکا يي سرتیری په افغانستان کې جګړه کوي نو دسولې شونتیا له لاسه ورکول کیږي .
لاس پردعا یو چې الله تعالی په افغانستان کې اسلامې نظام ټینګ کاندي.