امریکا: افغانستان اوس هم تر بل هر وخت خطرناک دی

کابل ټکی کام ۱۳سلواغه/۱۳۹۴، راپور تاژ: هاشمي عبدالله
د طالبانو له لورې په هېواد کې د ګډ حکومت پر ادارو تېزو شویو بریدونو ، د امریکا اندېښنه را ولاړه کړې ده.
په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، طالبان ورځ تر بلې ګڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، چې وارخطا حکومت یې پر وړاندې د بې وسۍ پر خوب ويده دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو جنګیالي مورال ګټلي، او مخالف لوری یې نهايي مورال بایللی ښکاري.
د طالبانو له څرګندونو څخه داسې بریښې چې دوی غواړي تر پسرلي پورې لږ تر لږه دوه یا درې ولایتونه تر خپل پوره تسلط لاندې راولي، ترڅو د خپل نظام یوه نمونه هېوادوالو، او بهرنیانو ته وړاندې کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، «افغانستان خطرناک دی.»
ولسمشر اوباما دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو کې یې له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې یوازې به یې نه پریږدي، او د طالبانو پر وړاندې به یې اکمال جاري ساتي.
ځينې سیاستوال او کارپوهان د افغانستان ننۍ بحران او د جګړې د بیا تازه کېدلو پړه پر امریکا اچوي، او وايي چې امریکا غواړي په نویو پالیسیو د سره کار وکړي، ترڅو په سیمه کې نوې جګړه ییزې پروژې په کار واچوي.
د امریکا پر حکومت یو نقد کوونکۍ سیاستوال چومزکي باور لري چې په افغانستان کې د عامه وژنو مسؤلیت ټول د امریکا پر غاړه دی، او امریکا به د دې جواب ګو وي.
چومزګي زیاتويو چې افغانان دې پرېښودل شي ترڅو د خپل هېواد سرنوشت په خپله وټاکي.
خو امریکايي جنګپالان بیا په دې نظر دي چې په افغانستان کې دې تر نامالومه مودې پاتې شي، ترڅو خپلې ټولې نهايي پالیسۍ په کار واچوي او یوې «نامالومې» نتېجې ته ورسیږي. د امریکا ولسمشر اوباما په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا ښکاره کړه چې په افغانستان کې په امن راوستو کې پاتې راغلل، او ویې نشوای کړای چې د دو ی په لاس جوړ شوی حکومت د دوی له موجودیت څخه بغیر دوام پیدا کړي.
د روان کال په اوږدو کې طالبانو په امریکایانو مرګوني بریدونه ترسره کړل، او د لسګونه امریکایانو د وژل کېدو سره سره یې زیات نظامي او سیاسي پرمختګونه کړي دي، او کېدای شي په نړیواله توګه د طالبانو دفتر ته په قطر کې رسمیت هم ورکړل شي چې له دې سره به طالبان وکولای شي ترڅو خپلې غوښتنې تر نړیوالو پورې ورسوي، او پدې به یې قانع کړي چې طالبان هېچا ته هم خطره نه، بلکې د یوه اسلامي نظام نافذوونکي دي.
د طالبانو دغه پرمختګونو سپينه ماڼۍ او افغان حکومت وارخطا کړي دي، او غواړي یو ځل بیا په نړیوالو ائتلافي ځواکونو زور راوړي چې په افغانستان کې جګړه د امریکا د غوښتنې سره سمه پر مخ یوسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close