امریکا: افغانستان باندې مو په همغږۍ برید کړی، په یوځای به ترې وځو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۵)

د امریکا د دفاع وزیر پټریک شناهان د ناټو د دفاع له وزیرانو سره د نن ورځې په غونډه کې ویلي، افغانستان ته یې پوځونه له نړیوالې ټولنې او اروپایي متحدینو سره یوځای په همغږۍ تللي او په پام کې لري چې هر ډول احتمالي وتل به له متحدینو سره په توافق ترسره شي.

شناهان وویل، امریکا به یوازې او په خپل سر دا کار ونه کړي.
په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر پخواني انسجام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه په افغانستان کې د پوځي حضور په هکله هره پرېکړه په ګډه نیول کیږي او په وینا یې چې “د ځواکونو کمول به یو اړخیز کار نه وي؛په دې برخه کې به همغږي وشي“

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د طالبانو هغه شرط منلو ته نږدې شوې چې له افغانستان څخه به ټول ځواکونه وباسي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close