امریکا: الیس ویلز جینوا ته؛ اوخلیلزاد د څو هیوادونو په سفر روان شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۸)

وروسته تر هغه چې روسیه په افغان سوله کې د ورګډیدو په موخه عملاً لاس په کار شوه او ټاکل شوې ده چې نن جمعه به په یوه کنفرانس کې چې په پلازمینه مسکو ښار کې دایریږي، د امریکا سربیره د څو هیوادونو استازي او طالبان د افغان سولې په تړاو ګډون وکړي، تازه خبرونه وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسکو هڅو ویرولی او خپل دوه استازي یې د سولییزو سفرونو له پاره ګمارلي دي.
زلمی خلیلزاد چې څه موده وړاندې یې هم د سولې په تړاو یو سفر درلوده، اوس یوځل بیا د څو هیوادونو په سفر وتلی دی.
نوموړی به په دغه ۱۲ ورځني سفر کې چې پرون پیل او د نومبر په شلمه نیټه به پای ته ورسیږي، افغانستان، پاکستان، قطر، او اماراتو ته ولاړ شي، څو د افغان د سولي پروګرام لا ګړندی کړي.
بلخوا بیا د جنوبي آسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز ژینوا ته تللې څو هلته د افغان سولې په تړاو د پریکنده خبرو لپاره د یوه نړیوال کنفرانس تابیا ونیسي.

دا نړیوال کنفرانس به د روانې نومبر میاشتې په ۲۷ – ۲۸ نیټه دایر شي، چې پکې به د ۶۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړپوړي استازي ګډون وکړي
د سیاسي چارو کارپوه وحید فقیري وایي ، له دې بیړنیو اقداماتو څرګندیږي چې د مسکو غونډې په امریکایي چارواکو کې وارخطایي خپره کړې  ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close