امریکا: “اوس پوهیدلي یو؛ طالبان په زور نه ماتیږي“

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۳)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې “هیډرناوئرټ“ ویلي، امریکا پوهیدلې چې د افغانستان جګړه کوم نظامي حل نه لري ځکه یې ټول تمرکز اوس په سولییز حل ور ټول دی.
نوموړې ویلي، “ زمونږ مقاماتو مخکې هم وړاندوینه کړې وه چې دا جګړه له نظامي لارو ګټونکی نه لري ، نو ځکه مو ټول امکانات پر لار اچولي څو د طالبانو سره مخامخ جوړجاړي ته زمینه برابره کړو “

هیدر ناوئرت

ناوئرټ ویلي؛ زمونږ مخالفین “طالبان“ د زور له لارې نه ماتیږي ، نو معقوله ده چې د مذاکراتو لار خپله کړو او په همدې موخه زلمي خلیلزاد خپلې ټولې هڅې پیل کړې څو دې خونړۍ جګړې ته یوه حل لاره ولټوي.
هغې د مسکو غونډې ستاینه هم کړې او ویلي یې دي چې خپل یو استازی یې یادې غونډې ته لیږلی و ، تر څو د غونډې نظارت وکړي.
نوموړې داسې مهال داڅرګندونې کوی چې تازه دوه امریکایي چارواکو د افغان سولې لپاره خپل بهرني سفرونه پیل کړي.

زلمی خلیلزاد هڅه کوي د افغانستان،قطر،پاکستاڅو هیوادونو په سفر سره دې لانجې ته حل لاره پیدا کړي او د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله الیس ویلز بیا جینوا ته تللې او هلته د افغان سولې په تړاو د یوه لوی کنفرانس چې ۶۰ هیوادونه به یې ګډونوال وي، تابیا نیسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close