امریکا او بریتانیا کې نیم ملیون انسانان غلامان دي

د یوې نړیوالي سروې له راپور سره سم، موجوده وخت کې نړۍ کې 40 ملیونه انسانان غلامان دي، چې 400 زره یې یواځې د امریکا متحده ایالاتو کې دي او 136 زره نور یې برتانیه کې ژوند کوي. [راپور دلته کتلای شئ].

دا سروې د واک فري Walk Free په نوم نړیوالي مؤسسې کړې ده.

 نوموړې مؤسسه هڅه کوي نړۍ کې د نوې غلامي ټول ډولونه له منځه یوسي. دې مؤسسې څو ورځې مخکې د خپلي سروې پایلې نیویارک کې په خپل دايمي دفتر کې اعلان کړې او د هغو تفصیلات یې د ”2018 کې د غلامۍ نړیواله کچه“ راپور کې خپاره کړل.

نوموړې مؤسسه په خپل راپور کې د نوې غلامي پېژندنه او ډولونه هم بیان کړي دي، چې هغه کې د دې ډولونو یادونه شوې ده: د انسانانو تجارت، په زور کار اخیستنه، واده ته مجبورول، د ماشومانو پلور او له هغو کار اخیستل او هماغه پخوانۍ غلامي.

دې راپور کې د نوې غلامي په اړه د نړۍ د 160 هیوادونو حالت څېړل شوی دی، او هر هیواد کې د غلامي شمیرې بیان شوې دي. د بېلګې په توګه، راپور کې ویل شوي دي چې د دې غلامي 71% سلنه قربانیانو مېرمنې دي. او په زور واده ته مجبورولو پېښو زیاته برخه اسیایي او افریقایي هیوادونو کې ثبت شوې دي.

راپور کې هغه هیوادونه هم یاد شوي دي چې د نوې غلامي په لړ کې د نړۍ تر ډېرو هیوادونو مخکې دي، او هغه په اسیا کې هند، افغانستان، پاکستان او بنګله دېش دي. دا راز، د منځنۍ افریقا او ځیني نور هیوادونه هم په دې برخه کې تر ټولو مخکې دي.

په دې برخه کې د نړۍ په 160 هیوادونو کې شمالي کوریا تر ټولو مخکې ده. شمالي کوریا د نړۍ لومړۍ درجه هیواد دی چې زیات خلک یې د غلامي ژوند کوي. یعني هر 10 کسانو کې یو غلام دی. له شمالي کوریا وروسته دویم نمبر هیواد اریټیریا ده، دریم نمبر بورندي دی، څلورم منځنۍ افریقا او پنځم نمبر افغانستان دی چې زیات خلک یې د غلامي ژوند لري.

د نړیوالو رسنیو زیاته توجه امریکا او برتانیه کې د دومره زیات شمېر غلامانو شتون ته اوښتې ده او تعجب کوي چې څرنګه د غرب هغو دوو سترو هیوادونو کې دومره ګڼ شمېر غلامان شتون لري چې هغوی نړۍ ته د ازادي او ډيموکراسي صادرولو ستره دعوه لري، خو پخپله امریکا او برتانیه کې څه د پاسه نیم ملیون انسانان د غلامي ژوند کوي.

د واک فري د راپور له مخې په بېلابېلو هېوادونو کې د معاصرې غلامۍ تر چتر لاندې د ژوند کوونکو کسانو شمېر:

  • افغانستان، ۷ لکه او ۴۹ زره کسان
  • پاکستان، ۳۱ لکه ۳۶ زره کسان
  • ایران، ۱۲ لکه ۸۹ زره کسان
  • سعودي عربستان، ۶۱ زره
  • متحده عرب امارات، ۱۵ زره
  • هند، ۷۹ لکه ۸۹ زره
  • سوریه،  یو لک ۳۶ زره
  • قطر، څلور زره
  • کویټ، شپږ زره
  • عراق، یو لک ۷۴ زره
  • لبنان، لس زره
  • ترکمنستان، ۶۲ زره
  • روسیه، ۷ لکه ۹۴ زره
  • ازبکستان، یو لک ۶۰ زره
  • اسراییل، ۳۱ زره
  • انګلستان، یو لک ۳۶ زره
  • المان، یو لک ۶۷ زره
  •             فرانسه، یو لک ۲۹ زره
  • سویډن، ۱۵ زره
  • ترکیه، ۵ لکه ۹ زره
  •             چین، ۳۸ لکه ۶۴ زره
  •             جاپان، ۳۷ زره
  •             اسټرالیا، ۱۸ زره
  •             بنګله دېش، ۵ لکه ۹۲ زره
  •             فلپاین، ۷ لکه ۸۴ زره
  •             مالیزیا، ۲ لکه ۱۲ زره
  •             میانمار، ۵ لکه ۷۵ زره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close