امریکا او سعودي له طالبانو څخه د ملاتړ په تور د څو تنو نومونه په تور لیست کې داخل کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲)

په داسې حال کې چې تازه د سولې د خبرو د پیل څرک لګیدلی او راتلونکي ته هیله مندي زیاته شوې، د امریکا د خزانې له سعودي سره په ګډه پر یو شمیر طالبانو او څلورو ایراني او پاکستاني اتباعو بندیزونه لګولي دي.
امریکا وایي، ۴ تنه افغانان یې  په لویو حملو کې د ککړتیا په تور د نړیوالو ترهگرو په لیس کې شامل کړی دي.

دغه راز یې د طالبانو د ملاتړ په تور د ایران سپاه پاسداران ډلې دوه تنه او دوه پاکستاني اتباع هم دغه لیست کې شامل کړي دي

د امریکا د خزانې وزیر سټیو منچن تور لګولی چې؛ ایران طالبانو ته وسلې، پوځي روزنه او مالي بسپنې ورکوي چې په خبره یې، دا د امریکا له پاره د منلو وړ نه ده.

د امریکا له خوا لګول شوي تازه بندیزونه د سعودي او اماراتو په ګډون د وسلوالو ډلو د مالي ملاتړ ضد شبکې ۷ غړو هم منلي دي.
سرچینو ویلي؛  په دې لیست کې د طالبانو له خوا دهلمند د والي مولوي عبدالرحیم (عبدالمنان) ، د طالبانو د وخت د کندهار ولایت د امنیې قوماندان اود رهبري شورا غړی حافظ عبد المجید،صدر ابراهیم او محمد داود مزمل نومونه هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی و، چې دا بندیزونه د دوی پر فعالیتونه هیڅ راز اثر نه شي ښندلی او یواځې د سولې د خبرو د شنډیدو هڅه ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close