امریکا: بالتیمور ښار کې وسله وال بریدګر ۶کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د امریکا په ماریلنډ ایالت د بالتیمور ښار یوه پلورنځي مخې ته په ګڼو کسانو وسله وال برید وشو، چې پکې ۲ کسان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

د ځايي پولیسو په وینا تېره شپه ۶ بجې د بالتیمور ښار د یوه سوپر مارکیټ(Duvall Avenue and Garrison Boulevard) مخې ته ګڼ شمیر کسان ولاړ وو، چې یوه وسله وال کس پرې ډزې وکړې او وروسته و تښتیدو.

ددوی په وینا، په ډزو کې یو کس ځای پر ځای ووژل شو او بل روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.

د بالبیمور د امنيه قوماندانۍ وياند T.J. سمیت ​​ويلي، باور کیږي چې دغه برید له څو ورځې وړاندیني هغه برید سره تړاو ولري چې څو ورځې وړاندې په دغه سیمه کې شوی و او یو کس یې وژلی و.

د سمیت په وینا په سیمه کې د وسله وال کس د نیولو په اړه پراخې پلټنې پیل شوي دي.

د یاد برید مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده، چې یوه ورځ وړاندې هم د امریکا په کولمبوس ښار کې د اوهایو په دولتي پوهنتون کې یوه محصل عبدالرزاق علی عطران چې د صومالیا اوسیدونکی و، په ځايي محصلینو لمړی خپل موټر ور وخیژاوه او وروسته یې پرې د چړې ګوذارونه وکړل او ۱۱ تنه مخصلین یې ټپیان کړل، چې یاد برید ګر هم د پولیسو په ډزو ووژل شو.

د نومړي برید پړه د داعش وسله والې ډلې منلې وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close