امریکا به روانه میاشت له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰ تنه سرتیري وباسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۶)

د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل خبر ورکړی چې امریکا په پام کې لري، روانه میاشت له افغانستان څخه خپل زر (۱۰۰۰) تنه ځواکونه وباسي.
ووټل وویل، د ۱۴ زره کسیز پوځ کمول له طالبانو سره د پیل شویو مذاکراتو سره اړخ نه لګوي بلکې په وینا یې چې دا پریکړه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر له دې امله کړې چې افغانستان کې یې نوره اړتیا نه وه.
نوموړي ویلي، له کله چې دامریکا د مرکزي قوماندې رئیس ټاکل شوی، د ځواکونو په ورټولولو یې تمرکز کړی دی.
تر دې وړاندې امریکا ولسمشر ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر  مایک پمپیو  ویلي وو چې د طالبانو سره د سولې د خبرو له بریالیتوب سره له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو تابیا لري، ځکه چې په وینا یې لوی قدرتونه په اوږدمهالي جنګونو تمرکز نه کوي.

خو ټرمپ بیا ویلي چې د سولې خبرو د بریا په تمه دي که بریالۍ هم نه شوې دوی به خپل ځواکونه بیا هم په دغه هیواد کې پرې نږدي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close