امریکا به ماتوو ان شاءالله

دطالبانو تحریک موسس او مرشد دغربي یرغلگر پر وړاندې په ډېر جرأت دجگړې پرېکړه وکړه او خپلو ملګرو ته یې په ساده ټکو کې وویل: دې ته مه خپه کیږئ چې ټوله کفري نړۍ په گډه یرغل راباندې وکړي. که امریکایان یواځي یرغل وکړي او موږ یې مات کړو، سبا بیا بل ښکرور یرغل راباندې کوي، تر دې دا غوره ده چې ټول په گډه راشي او دخدای عزوجل په مرسته ټول به په گډه ماتوو

نعمان لطیف

ځینې خبرې ذهن نه مني او ځینې داسې وي چې ویونکی یې خلکو ته دیوانه او یا احساساتي ښکاري خو حقیقت دا نه دی

ډېر ځله داسې شوي چې نړۍ ورته گوته پر غاښ شوې ده

دطالبانو تحریک موسس او مرشد دغربي یرغلگر پر وړاندې په ډېر جرأت دجگړې پرېکړه وکړه او خپلو ملګرو ته یې په ساده ټکو کې وویل: دې ته مه خپه کیږئ چې ټوله کفري نړۍ په گډه یرغل راباندې وکړي. که امریکایان یواځي یرغل وکړي او موږ یې مات کړو، سبا بیا بل ښکرور یرغل راباندې کوي، تر دې دا غوره ده چې ټول په گډه راشي او دخدای عزوجل په مرسته ټول به په گډه ماتوو

دکفري بلاک دناروا او غیر قانوني تاړاک په وړاندې دجهاد پرېکړه، د الله عزوجل په وحدانیت، زور، ځواک او وعدو دطالب مشرتابه درښتیني باور ښکارندویي کوي او داسې کامل مومنان په جگړه کې ماتول څه ټوکې نه دي

تاریخ په همدې شاهد دی او ستر پوځي جنرالان هم دا حقیقت تسلیموي چې هغه خلک چې جگړه یې عقیدوي وي، سرکوبول یې خوب او خیال دی

دمسلمانانو تاریخ گواه دی چې هېڅکله په جگړه کې کفارو نه دي مات کړي بلکې تل یې له دوو عواملو ماته خوړلې ده.

لومړی دشاه له خوا دخپلو همسنګرو له لورې دخنجر گذار او دوهم په جگړه کې دماته خوړلو غربیانو په سازشونو کې ښکېل کېدل

د اندلس سقوط دکفري سازش له امله ممکن شو او له اموي خلافته، دعثماني خلافت تر سقوط دټولو تر شاه همدا دوه عوامل موجود دي

موږ چې داخلي غداران نه درلودل هغه مهال مو دلوی هند میلیونونه اتباع زېر کول، دفارسي شاهانو تاجونه مو په پښو کې رغړېدل او تر بخارا، تهران، او ملتان مو عظیم سلطنت درلود

موږ دچنگېزي لښکر دغوڅې ماتې ویاړ ترلاسه کاوه خو له بده مرغه خپل منځي نفاق ترې محروم کړو، موږ انگرېزي پوځ غوڅ مات کړی او دروسي پوځیانو ککرۍ مو رغړولي دي

موږ دهمهغو مېړنیو لمسیان یو، منو چې موږ کې غداران شته دی خو داسې مېړني غازیان هم لرو چې نه دچا زور ته مات شوي دي او نه دچا دډالرو پنډ ته په ملا قات شوي دي

موږ دخپل خدای په وعدو باوري یو او تر هغې به جهاد کوو ترڅو مو کفر په زاریو او مات کړی نه وي

هغه چې دروانې جگړې گټونکی نه مني د احساس کمتري مریضان دي، یا غربي ډایلاکونو وېرولي دي او یا هم دستر ذات په وعدو بې باوره دي

هیڅ داسې جگړه نشته چې گټونکی ونه لري، هره جگړه گټه او بایلات لري او هره جگړه دیوې خوا په گته او دبلې خوا په بایلات پای ته رسېدلې ده

دا هم دمات غرب جگړئیز پلان دی چې دجگړې په اړه رنگارنگ او مختلفې اوازې اچوي، ترڅو اذهان مغشوش کړي او له بایللې جگړې روغ رمټ او سالم او غانم ووځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close