امریکا: “بوسټن“ښار کې د ګازو د چاودنو له امله خلکو ته د کورنو پریښودو امر شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۳)

راپورونه وایي، د امریکا میساچوسټس آیالت د “ باسټن“ ښار ته نږدې د ګازو په مرکز کې ګڼې چاودنې شوې، چې په پراخه کچه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي.
چارواکي وایي ، لومړنۍ چاودنه د ګازو په یوه نل لیکه کې د زیات فشار له امله  شوې .
د باسټن ښار پولیسو رسنیو ته ویلي،  په دغه ښار کې ټول ټال ۷۰ چاودنې په مختلفو ځایونو کې شوې، چې له امله یې لسګونه رهایشي ودانۍ ویجاړې شوې.
چارواکو تر اوسه د یوه تن د وژل کیدو او ۱۱ د ژوبلیدو خبر ورکړی دی او زیاتوي چې د ۶ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

چارواکي وایي، اطفایه هڅه کوي چې د چاودنو له امله لګیدلي اورونه مړه کړي خو ښایي یوه اونۍ وخت ونیسي .

د چاودنو له امله د سیمې بریښنا او د ګاز لیکې ټولې پرې شوې او د سیمې زرګونو کورنیو ته  دکورونو پریښودو امر شوی.

دباسټن ښار چارواکو سیمیزو خلکو ته امر کړ چې په اړوندو ښوونځیو کې پناه واخلي څو له تلفاتو وژغورل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close